په افغانستان کې د یوې زده کوونکې نجلئ لپاره د زدکړې شرایط په اوسني حالت کې څرنګه دي

This page in:
Nathalie Lahire attends a class along with students in Abul-Qasim Ferdowsi Girls High School in Kabul
ناتلي لیر په  کابل  ښار کې د ابوالقاسم فردوسي د نجونو په عالي لیسه کې له یو شمیر نجونو زده کوونکو سره د دغې لیسې څخه د لیدنې پر مهال. انځور: ناتلي لیر/ نړیوال بانک

د افغانستان په ښونځیو کې د نجونو زده کړه له ډیرو ستونزو او فرصتونو څخه برخمنه ده، چې تر ډیر حده دغه وضعیت د نجونو د زده کړې او تعلیم په  اړه د هغوی د استوګنځای او یا د استوګنځیو د شاوخوا سیمو د اوسیدونکو له لید لوري سره مستقیه اړیکه لري.
 
همدارنګه په کلیو او ښارونو کې د زده کړې آسانتیاوې، د زیر بناوو څرنګوالی، د ښوونکو ژمنتیا او همدارنګه په ټولنه کې د فساد د لمنې غوړیدل هم داسې نور دلایل دي، چې په ښوونیز بهیر کې یې د نجونو  د زده کړې او شتون پر کچې باندې اغیز کړی ده.
 
په ټوله کې داسې ویلی شو، چې په افغانستان کې د څو کلونو جنګ او بې ثباتۍ دوام، روزنیز  او تحصیلي نظام ته خورا زیات زیانونه اړولي دي .
 
په افغانستان کې د معارف سکټور تل په جنګ کې د ښکیلو خواو د سیاسي او نظامي ناخوالو په لومړۍ کرښه کې پاتې شوې ده.

په پایله کې ناسم سیاسي او اقتصادي حالت د پالیسي ګانو د پلي کیدو او د قوانینو د انفاذ مخه ډب کړې او د ښونیزو خدماتو کیفیت ته یې زیان پیښ کړی.
 
په ورته مهال، روان حالت د ښې حکومتولی پر وړاندې کمزورتیا زیږولې ده.
 
خو بیا هم د افغانستان په ښونځیو کې د نوم لیکنې بهیر بې سارۍ او د پام وړ دی.

آیا د افغانستان په ښونځیو کې د نوم لیکنې بهیر مخ په کمیدو دی؟
 
نه، ځکه چې د افغانستان په سختو او ترینلګو شرایطو کې د معارف ارتقاء تر سرلیک لاندې د نړیوال بانک د یو وروستي رېپوټ تحلیل او موندنې داسې څه نه وایي.
 
له ۲۰۰۵ میلادي کال را پدېخوا د هیواد په ښونځیو کې د نوم لیکنې بهیر ۹ برابره ډیر شوی، چې د نوم لیکنې په بهیر کې تر ټولو ډیره کچه د ابتدایه ښونځیو په نوم لیکنه کې لیدل کیږي  ( په هر کال کې ۱۰ برابره زیاتوالۍ ښیي).
 
د متوسطه ښونځیو په لوړو او ټیټو کچو کې هم نوم لیکنه ډیره شوې. د شته ارقامو پر بنسټ، له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۵ میلادي کلونو پورې له ۱،۳ ملیونو ډیرو زده کوونکو په متوسطه ښونځیو کې نوم لیکنه کړې ده.
 
همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټونو او د اسلامي تعلیماتو ښونځیو په نوم لیکنه کې هم د پام وړ زیاتوالۍ راغلی. په اسلامي ښونځیو کې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ میلادي کلونو  پورې د نوم لیکنې کچه دوه برابره زیاته شوی او همدارنګه له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه راپدیخوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټونو کې د هلکانو او نجونو د نوم لیکنې کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی .
 
سره له دې چې په ښونځیو کې د نوم لیکنې بهیر د پام وړ زیاتوالۍ ښیي خو پکار ده، چې په درسي ټولګیو کې د زده کوونکو د شتون او په ښونځیو کې د نوم لیکنې د کچې تر مینځ یو هر اړخیز تفکیک وشي.
 
سره له دې، چې د زده کوونکو د نوم لیکنې کچه ۹۵ سلنه اټکل شوی، خو په ټولګیو کې د زده کوونکو شتون په ابتدایه ښونځیو کې ۵۷ سلنه او په متوسطه ښونځیو کې ۳۵ سلنه رېپورت ورکړل شوی .

 Rumi Consultancy/ World Bank
د کندهار ولایت د صوفیه عمه جان د نجونو په عالي لیسه کې، نجونې په یوه درسي خونه کې. انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

څوک ښونځیو ته ځي او څوک نه ځي؟
هغه فکټورونه او عوامل چې د هغو پر بنسټ کولاۍ شو، چې روزنیزو او تحصیلي آسانتیاوو ته د لاسرسي کچه پرې مشخصه کړو، عبارت دي له: د والدینو سواد او تحصیلي کچه، د کورنۍ اقتصادي حالت، د ماشوم جنسیت او د استوګنځي موقعیت.
 
هغه کورنۍ چې تر ټولو لږ عاید لري نظر هغه کورنیو ته چې د عوایدو کچه یې ډیره ده، یوازې نیمایي ماشومان او تنکي ځوانان یې ښونځیو ته د تګ وړتیا لري .
 
په ښونځیو کې د هغه ماشومانو نوم لیکنه، چې مور او پلار یې با سواده او لوړې زده کړې ېې کړي دي، نظر هغو ته چې مور او پلار یې سواد نه لري، دری برابره ډیر دی.
 
روزنیزو آسانتیاو ته د نجونو او هلکانو د لاسرسي توپیر له ابتدایه ښونځي څخه پیلیږي او متوسطه ښونځیو  ته په رسیدو سره ډیریږي. حتی په کابل کې په ښونځیو کې د نجونو او هلکانو  ترمینځ په نوم لیکنه کې د پام وړ تفاوت شتون لري.
 
لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، جنګ او نا امنۍ، سیاسي ناخوالي او مخ پر ودې فقر، ښونیزو او روزنیزو آسانتیاو ته د نجونو د لاسرسي د کمښت تر ټولو مهم عامل بلل کیږي. ډیرۍ والدین او کورنۍ په دې باور دي، چې نجونې باید د کور په کارونو کې ونډه واخلي، نه دا چې ښونځي ته لاړې شي. د یوې سروې د ارقامو پر بنسټ له ۷ کلنو تر ۱۷ کلنو ډیری ماشومان او تنکي ځوانان مجبور دي چې له کوره بهر کار وکړي . دغه موارد تر ډیره د کوچیانو په کوورنیو کې لیدل کیږی چې آن ۸۵ سلنه تنکي ځوانان یې مجبور دي څو له کوره بهر کار وکړي.
 
آیا دغه ستونزو ته کومه د حل لاره شته؟
 
د هغه ځوانانو کچه چې له کوره بهر کار کوي نظر مشرانو ته، په تدریجي توګه مخ په ډیریدو ده. تمه کیږي چې د دغه بهیر له دوام سره به په راتلونکي کې پر دولت باندې د اړتیا وړ خدماتو وړاندې کولو لپاره فشار، لږ شي. ممکن دغه وضعیت حتی د دې سبب وګرزي چې نور په کاري چاپیریال کې د ماشومانو ګومارنه کمه شي.
 
دغه هدف ته د رسیدنې لپاره، پکار ده چې د افغانستان حکومت روزنیزو فرصتونو ته عادلانه او یو شان لاسرسۍ په خپل کاري لومړیتوب کې شامله کړي او همدارنګه د هیواد د لرې پرتو ولایاتو او سیمو خلکو ته د ښونیزو خدمتونو زمینه په برابره او عادلانه توګه وغوړوي. جنګ او نا امني په ښونځیو کې د زده کوونکو د ناسوبتیا تر ټولو لوی عامل ګڼل کیږي. نو پکار ده، چې د مطمین ښونیز چاپیریال د برابرولو لپاره یوه اساسي او بنسټيزه د حل لاره ولټول شي.
 
په همدې اساس، دا یو ضرورت دی چې روزنیزو او تحصیلي فرصتونو او آسانتیاو ته د لاسرسي پراختیا او ښونځیو کې د منظمې سوبتیا لپاره د زده کوونکو تشویق او هڅونې ته لومړیتوب ورکړل شي. د میندو او پلرونو د تشویق او ترغیب لپاره تر څو خپل ماشومان ښونځي ته وهڅوي، بالخصوص ښونځیو ته د نجونو د لیږدونې په منظور، د ښونځیو پياوړي کول یو ډیر اړین ګام بلل کیږي. په پای کې، د برابرۍ او مساوات د اصل په نظر کې نیولو سره د مالي سرچینو په اختصاص او توزیع کې داسې مالي سپما وشي، تر څو د هیواد هغه ولایاتو او سیمو ته چې ښونیزو امکاناتو او آسانتیاو ته لږ لاسرسۍ لري، ښوونکي او ښونیز تسهیلات چمتو کړل شي.
 
په اوس وخت کې افغانانو خپله داسې لارې چارې او ابتکارونه طرحه او تر سره کړي، چې هر یو یې کولۍ شي په ټولنه کې د نجونو د زده کړې په هکله د خلکو ذهنیتونو ته تغییر ورکړي. د نجونو ځواکمنتیا کولۍ شي په هیواد کې د ټیکاو او همدارنګه د یو نوي افغانستان په جوړولو کې ډیر اړین رول ولوبوي. د ډیرو لرې پرتو سیمو خلکو دا ژمنه کړې، چې په داوطلبه توګه به د افغانستان په لرې پرتو سیمو او کلیو کې خپل شخصي کورونه د ځايي او ګاونډو سیمو نجونو ته د تدریس او زده کړې لپاره ځانګړي کوي.
 
د یادونې وړ ده چې د ښونیزو او روزنیزو شرایطو د لا ښه کیدو لپاره او همدارنګه ښونیزو آسانتیاو ته د ټولو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د متوازن او انډولیزه لاسرسي په خاطر، ټول بنسټیز اصلاحات به د یوه نوې پروګرام په چوکاټ کې  د اقرا پروژې تر نوم لاندې ترسره شي. ټاکل شوې، چې دغه پروژه د ۲۹۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ابتدایه او متوسطه زده کړو، بالخصوص نجونو ته د متوازنو او عادلانه ښوونیزو آسانتیاوو د لا زیاتیدو په هدف، په ځینو ولایاتو او مشخصو سیمو کې، او په ټولیزه توګه په افغانستان کې د زده کړې بهیر د ښه والي لپاره فعالیت پیل کړي .


Authors

Nathalie Lahire

Human Development Program Leader

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000