د نړيوال بانک ګروپ، پر خلکو د پانګونې څرنګوالي په تړاو نن خپل لومړنی راپور خپور کړ، دا نوی راپور په نړۍ کې د هر تن له وړتيا څخه په بشپړ ډول د استفادې پر بنسټ د پانګونې د نړيوالې ځانګړنې کچه ښيي.
پر وګړو د پانګونې ځانګړنى راپور(HCI)، پر وګړو د پانګونې پروژې يوه برخه ده چې د نړۍ په هر هېواد کې د نړيوال بانک ګروپ له لوري د پانګونې د اوږدمهالو پرمختګونو په اړه د خلکو پوهاوي او عامه ذهنيتونو روښانتيا لپاره ترسره کېږي.
د دې پروژې پر بنسټ به هر هېواد و هڅول شي، چې له شته سرچينو څخه ګټه واخلي او دا ګام به پرخلکو د پانګونې برخه کې مهم نقش ولوبوي.
د دې راپور د موندونو له مخې، افغانستان پر خپلو وګړو د پانګونې د ځانګړتيا له اړخه يوازې ۳۹ سلنې وړتيا ته رسېدلی دی، چې تر ۱۴ پورې د نيمه لوړو زده کړو تحصيلي درجه او تر ۶۰ کلونو پورې د ژوند کچه ښيي .
پر وګړو د پانګونې ځانګړتيا راپور له مخې، افغانستان په داسې موقعيت کې ځای لري، چې د دې هېواد اقتصادي وضعيت سره اړخ لګوي، دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د نورو لږ عايد لرونکو هېوادونو په پرتله څه ناڅه لوړه درجه کې ځای لري.
له شک پرته ناوړه امنيتي وضعيت د دې لامل شوی، څو بنسټېز خدمتونه تر سخت فشار لاندې راشي او له تېرو څو لسيزو يې د پانګونې زياتوالي په برخه کې د افغانانو فرصتونه محدود کړي دي.
افغانستان بايد پر خپلو وګړو د پانګونې په تړاو زياتې هڅې وکړي، له افغانستان سره په دې برخه کې نړيواله ټولنه هم ملاتړې ده، د نورو اړتياوو تر څنګ، د انساني وړتيا پرمختګ يې په دې هېواد کې تر ټولو مهم لومړيتوب منلی او پرې کار کوي .
د بېلګې په توګه، له ۲۰۰۰ زېږديز کال راهيسې د افغانستان پوهنې او روغتيا په برخو کې تر ټولوستره پانګونه د نړيوال بانک او د افغانستان بيارغونې صندوق له لوري شوې ده، د يادونې وړ ده چې د افغانستان بيارغونې صندوق د ۳۴ مرستندويه ادارو په استازولي د نړيوال بانک له لوري مديريت کېږي.
نو ځکه موږ په دې برخه کې د پرمختګونو شاهدان يو، په ۲۰۰۳ کال کې ښوونځيو کې د لومړنۍ او منځنۍ دورو ټولګو کې د شموليت عمومي کچه نږدې څلور ميليونه زده کوونکي اټکل شوي وو، خو دا شمېره نن ۹ ميليونو ته رسېږي، يعنې دو برابره لوړه شوې ده (دويم شکل ته مراجعه وشي) همداراز له پنځو کلونو د ټيت عمر ماشومانو د مړينې کچه کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی، په داسې حال کې چې ۲۰۰۰ زېږديز کال کې له هرو زرو زیږون څخه ۲۵۰ يې تلف کېدل، خو دا شمېره بيا په ۲۰۱۶ کال کې را ټيټه شوه او د هرو زرو زیږونو له جملې څخه، ۵۵ کسانو يې خپل ژوند له لاسه ورکاوه (لومړي شکل ته دې رجوع وشي)
لومړی شکل: د نا امنيو زياتېدو تر څنګ، له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو مړينه کې کمښت راغلی دی.
د دې لاس ته راوړنو ترڅنګ، بايد نور زيات اقدام تر لاس لاندې ونيول شي، افغان دولت په وروستيو کلونو کې د افغانانو په ظرفيت جوړونې پانګونې ته لومړيتوب ورکړى دی، په دې برخه کې له شوو پرمختګونو او د دولت له هڅو بايد هرکلى وکړو، له شک پرته د پوهنې او روغتيا برخې ته په زياته کچه د عامه سرچينو ځانګړنه لاهم د يوې اړتيا په ډول ګڼل کېږي.
د يادونې ده چې اوسمهال په شرايطو برابر ۳،۷ ميليونه ماشومان ښوونځيو کې له شموليت څخه بې برخې دي دا په داسې حال کې ده چې په ښوونځيو شامل ماشومانو هم د زده کړو له پلوه په کيفيت کې نه دي، يو تازه سروې چې د نړيوال بانک له لوري ترسره شوې ده، ښيي چې په اوسط ډول په څلورم ټولګې کې د يوه زده کونکي سويه د ژبې او رياضي مضمون زده کړې په برخه کې د لومړي ټولګې له زده کونکي سره سمون لري.
په افغانستان کې د ۱۸۰۰۰ ښوونځيو له جملې څخه نږدې نيمايي يې مناسبې ودانۍ نه لري، ښوونځيو ته د ودانيو شتون غوره زده کړو ته لار هواروي او د دې ستونزې تر څنګ زيات شمېر زده کوونکي درسي کتابونه هم نه لري .
همداراز ښوونځي کې د نجونو د شموليت هڅونې لپاره اړينه ده چې په زيات شمېر ښځينه ښوونکې پر دندو وګومارل شي.
دويم شکل: سربېره له دې چې په ښوونځيو کې د شموليت کچه لوړه شوې ده خو د جنسيت (ښځينه او نارينه) له پلوه برابري کې زيات توپير راغلی دی.
افغانستان کې د با کيفيته روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پرمختګ ترڅنګ او همداراز د نوو زېږېدلو ماشومانو او له پنځه کلونو څخه د ټيټ عمر ماشومانو د مړينې کچه کې کمښت لاهم د هغو هېوادونو په پرتله چې کم عايد لري، په بد وضعيت کې دی، چې دا چاره د خدمتونو زيات لاسرسي ته اړتيا لري په ځانګړې توګه ښځو ته د لاسرسي موکه زياتېږي.
د هېواد په کچه، په ځانګړې توګه کليوالي سيمو کې بنسټېزو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی په ټيټه کچه کې دی، نږدې ۷ سلنه افغانان له نقليه وسايطو څخه د استفادې په صورت کې څه ناڅه دوه ساعته له روغتيايي مرکزونو څخه لرې ژوند کوي.
روغتيايي مرکزونو ته د لاسرسي ستونزې لرې کولو لپاره په هغو سيمو کې چې لږ شمېرکسان ژوند کوي او له روغتيايي مرکزونو څخه يو میل واټن لري، بايد د ګرځنده کلينيکونو پر مټ ورته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي، ځکه د کلينيک جوړول، د پرسونل ګومارل او نورې اسانتياوې ښايي څو ځله ګران تمام شي.
اوسهمال هر افغان ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شپږ ډالره په ملي بوديجه کې ځانګړي شوي، چې دا ټول مقدار پيسې د نړيوالې ټولنې له لوري ورکول کېږي او دا پیسې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اوږدې مودې لپاره بسنه نه کوي .
دغه راز عامه خدمتونو ته لاسرسی، د تقاضا نشتون او بېلابېلو لاملونو له امله محدود دی، بېوزلي کسان په عمومي ډول عامه خدمتونو ته لاسرسی نه لري، ځکه هغوی تر ډېره ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره د ترانسپورټ لګښت توان هم نه لري.
په ځينو سېمو کې ښځې د ناسمو دودونو له امله نه شي کولی، چې د پوهنې، نسايي او ولادي خونديتوب په څېر لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی ولري، ځينې دا خنډونه کېدای شي، چې د ځانګړو او موخييزو مالي مرستو پرمټ لرې کړو او د دې ترڅنګ د عامه پوهاوي پروګرام او دوامداره هڅې هم مرسته کولی شي.
په هر حال، د افغانانو ظرفيت د ودې لپاره د پانګونې د اغېزمنتيا په برخه کې تر ټولو لويه ننګونه، کمزورې حکومتولي ده.
دا چې په افغانستان کې د ګومارنې په بهير کې واسطه او پراخ ملاتړ موجود دی، نو ځکه زيات شمېر ښوونکي په ټولګې کې موثريت نه لري، د ۱۰ ښوونکو له ډلې، څلور يې د لوستلو مهارت نه لري په داسې حال کې چې دا کار د څلورم ټولګي له زده کونکو تمه کېږي او د ۱۰ ښوونکو له جملې څخه ۲ تنه يې د دې وړتيا نه لري چې دوه ګوني عددونه (ډبل) جمع کړي.
افغانستان د ښوونکو روزنې په برخه کې زياته پانګونه کړې ده، خو دې چارې د ښوونکو د اساسي ريفورم د مديريت په برخه کې د پام وړ پايله نه ده ورکړې .
افغانستان د روغتيا په برخه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له نادولتي موسسو سره تړونونه لاسليک کړي دي چې د هغوی فعاليت خورا اغېزناک دی، ان دا چې دې موسسو ناامنو سيمو ته هم خپل خدمتونه غځولي دي، د عامې روغتيا وزارت بايد خپل د څارنې ظرفيت ته پراختيا ورکړي، څو وکولي چې د نا دولتي موسسو فعاليتونه په اغېزناکه توګه څارنه او وارزوي.
له نيکمرغه افغان دولت، يادو ننګونو ته د لاسرسي لپاره اړين اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.
په دې وروستيو کې يو شمېر زيات ښوونکې د يوې مرکزي او رڼې پروسې له لارې ګومارل شوي دي، چې د دې پروسې له لارې به د درغليو او سياسي لاس وښونو چې په تېر کې يې د ګومارنې بهير له پوښتنې سره مخ کړی و، څه ناڅه مخنیوي وشي.
د عامې روغتيا وزارت له نا دولتي موسسو سره په دې شرط تړونونه لاسليک کړي دي چې د معاشونو ورکړه به د فعاليت تصديق له مخې ترسره کيږي، ياد وزارت اړين تدابير ترلاس لاندې نيولي دي څو د څارنې ظرفيت نور هم پياوړی کړي چې پر اساس يې د موسساتو تړونونه په سمه او غوره توګه مديريت شي.
همداراز افغان دولت د روغتيا او پوهنې په ابتدايي برخه کې د پرمختګ لپاره هڅه کوي، څو پروګرام د سکتور په کچه تر سره شي، چې په دې سره به هر اړخېزه همغږي رامنځ ته شي، بېلابېلې منابع چې د نړيوال بانک، د افغانستان بيارغونې صندوق او کورنيو منابعو څخه چمتو کېږي، په سمه توګه د بوديجې له لارې تمويل کړي.
هيله من يو چې د دې اقدام له مخې به د لږو منابعو په ځانګړنې سره (د ملي بودجې او له دې څخه د بهرنيو مرستو په ګډون) موثريت رامنځ ته شي، چې دا کار په هره برخه کې ننګونو ته د لومړيتوب ورکولو لپاره تر سره کېږي .
افغان دولت بايد د پوهنې او روغتيا په برخه کې د حکومتولۍ سيستم پياوړی کړي، څو وکولي شي دا حياتي او ارزښتناک خدمتونو په ټول هېواد که په يو ډول وړاندې کړي په ټولنيزه برخه کې د لګښتونو اغېزمنتوب له شک پرته خورا اړين دي او له دې لارې به هېواد خپلې موخې ته چې په ځان بسياينه ده، ورسېږي.
د دې ټولو اقداماتو د تطبيق، لپاره په کار ده، چې دولت له مدني بنسټونو، خصوصي سکټور او نړيوالو شريکانو سره په ګډه کار وکړي، دا هڅې او پر افغانانو پانګونه د يو سوکاله افغانستان په رامنځ ته کولو کې مهم او اړين بلل کېږي.
Join the Conversation