د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو لړۍ د یو ډاکتر له نظره

This page in:
?????: ? ???? ?????? ???? انځور: د رومي مشورتي شرکت

کله چې په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې زه د بلخ له پوهنتون څخه فارغ التحصیل شوم، د دې په هکله چې په راتلونکي کې به څه کارونه ترسره کوم، هیڅ ډول شک او شبهه راسره نه وه. زما په ټاټوبي بلخ کې، د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو له ستونزو څخه د خبرتیا پر اساس او د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې، روغتیایي خدماتو ته د خلکو د مخ پر ودې اړتیا له وجې مې په پیل کې له یو شمېر هغو روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو سره کار پیل کړلو چې روغتیایي خدمات یې وړاندې کول. 

له پوهنتون څخه د یوه نوي فارغ شوي ډاکتر په توګه دې نتیجې ته ورسېدم چې له خلکو سره د اړیکو جوړولو له لارې او د کلیو او ولسوالیو په کچه د همغږئ رامینځ ته کولو سره، کولۍ شو چې په روغتیایي خدماتو کې ښه والی راولو.  

د خپل کار په دوه کلنه تجربه کې، چې د بلخ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو بوخت وم، د هغه بې وزله خلکو خبرو ته به مې په ډیر دقت سره غوږ نیولو چې موږ ته به راتلل. ډیری کلیوالو به روغتیایي مرکزونو ته د سفر له ستونزو، د ترانسپورتي امکاناتو د نه شتون، په روغتیایي مرکزونو کې د خصوصي حریم د نه مراعاتولو او په روغتیایي مرکزونو کې د اړتیا وړ روغتیایي خدماتو په برخه کې د ظرفیت له کمښت څخه نارضایتي ښودله.  

ځینې هغه ناروغان به چې موږ ته راتلل، روغتیایي مرکزونو ته د تللو لپاره به مجبور و څو اوه ساعته لاره ووهي. د بلخ په کلیوالو سیمو کې ښځې او ماشومان د دې کلیو  تر ټولو محرومه برخه جوړوي. اکثره ناروغان؛ په تېره بیا ښځې به کله چې روغتیايي مرکزونو ته د درملنې په موخه راوړل کېدلې، روغتیایي وضعیت به یې ډیر په بد حالت کې وه. 

کله به مې چې له ښځو څخه دا پوښتنه کوله چې ولې مخکې نه راتلئ؟ ډ ډیرو ښځو ځواب به دا و چې دوی مجبورې دي تر څو خپل محرم ( میړه، ورور او یا د میړه کوم خپلوان) ته منتظرې پاتې شي تر څو دوی روغتیايي مرکز ته انتقال کړي.

د خپل کاري چاپریال له تجربو څخه په ګټه اخیستنې سره دې پایلې ته ورسېدلم چې د بلخ ولایت په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې ټولنیز او فرهنګي خنډونه د روغتیایي خدماتو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښونه دي؛ چې روغتیایي خدماتو ته یې د ښځو او ماشومانو د لاسرسي پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. دا ټولې تجربې د سیمې له خلکو سره وروسته له مستقیم کار کولو  او په کارې چاپریال کې ما ترلاسه کړې، په غېر د هغه کې د دې معلوماتو ترلاسه کول، ناممکن کار وو. دغه تجربې د عامې روغتیا وزارت د صحتمندي پروژې په برخه کې د مشاور په توګه زما د کار د موثریت او اغېزمنتیا په ډیریدنه کې د پام وړ تاثیر درلود. 

کله چې په ۲۰۱۲ زېزدیز کال کې ما د عامې روغتیا وزارت کې خپله دنده پیل کړه، داسې فکر مې وکړ چې زما پخوانئ تجربې او مهارتونه به د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو پر کیفیت او هغې ته د خلکو د لاسرسئ په ډېرېدنه کې د پام وړ پر مختیا راولي او اغېزمنه به تمامیږي. په بلخ، سرپل او تخار ولایتونو کې د کلیوالو سیمو د روغیایي ستونزو څخه زما د شناخت او پوهې په بنسټ، ما دا باور درلود چې د خلکو او ټولنو بسیج کول، د ستونزو سره د مبارزې لپاره او با کیفیته روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې مهمه ونډه لرلۍ شي. 

دا مې ډیر ښه په یاد دي چې یو وخت به یو شمېر کلیوالو کورنیو  د امیندوارو میندو د واکسینولو او هغوی ته د صحي خدماتو د وړاندې کولو لپاره، د واکسین د تطبیقولو لپاره زموږ د واکسیناتورانو له منلو څخه ډډه کوله، خو وروسته د سیمي پراختیایي شورا را وړاندې شوه او ستونزه یې حل کړه. همدارنګه په روغتیایي برخه کې په یوه بله ورته قضیه کې، د بلخ ولایت په یوه کلیواله سیمه کې د سیمې پراختیایي شورا وشو کولی چې له خلکو سره د همغږئ له لارې، د ناروغو مېرمنو لپاره د یو مصؤن او خصوصي حریم د ساتنې په موخه د یو روغتیایي مرکز په شاوخوا کې د دیوال جوړونې لپاره اړینې سرچینې برابرې کړي او دا ستونزه حل کړي. 
 

 

د کلیوالو سیمو څخه زما د شناخت او تجربې پر بنسټ؛ زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې سیمه ییزې ستونزې د سیمیزو حل لارو له لارې په ښه توګه حل کېدلۍ شي.

د کلیوالو سیمو څخه زما د شناخت او تجربې پر بنسټ؛ زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې سیمه ییزې ستونزې د سیمیزو حل لارو له لارې په ښه توګه حل کېدلۍ شي.

Image
Figure 1. Number of and trend in patient visits to primary health care centers, 2004–2017

۱ شکل: له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ پورې لومړنیو روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو د راتګ کچه ښکاروي  (سرچینه: د عامې روغتیا وزارت)

د روغتیایي سیستم تقویه کول

په ۲۰۱۳زېږدیز کال کې د صحت پروژې له اعلانېدو سره چې موخه یې په کلیوالو سیمو او ښارونو کې د روغتیایي خدماتو پراختیا او تقویه کول و، د با کیفیته روغتیایي خدماتو د ودې او بالخصوص د افغانستان کلیو او لرې پرتو سیمو ته د هغې د لمنې د پراخولو په برخه کې یو ډیر بنسټیز ګام واخېستل شو. 

د صحت برنامه د عامې روغیا وزارت یوه کلیدي پروژه وه چې له ۲۰۱۳ زیږدیز کال څخه د ۲۰۱۸ کال تر نیمایي پورې په افغانستان کې په کامیابه توګه تطبیق شوه. دغه پروژه خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله په هېواد کې یو بنسټیز پروګرام بلل کېده چې وتوانېده څو په ټول هېواد کې د ملي روغتیا سیستم پیاوړی کړي، په پلازمېنې کابل او ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ساحه پراخته کړي او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسۍ د روغتیايي ودانیو او تاسیساتو د جوړولو له لارې زیاته کړي.

د ملي روغتیا په سیستم کې ښه والی د افغانستان د روغتیا سکتور د اوسنيو شاخصونو په ګراف کې منعکس شوی دی.

 

د روغتیایي خدماتو د پوښښ ساحه او د روغتیایي مرکزونو او روغتونونو د ودانیو شمېر په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې له ۵۹۸ ودانیو څخه په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې ۲۶۸۴ ودانیو ته یې ډېرښت موندلی.

همدارنګه په روغتونو او روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو د منلو په شمېرو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د هېواد د روغتونونو د ناروغانو د منلو شمېر شاوخوا ۲۳۲۹۹ کسانو ته رسېده، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې یې شمېر ۱،۴ ملیونو کسانو ته رسېدلی. ( ۲ شکل ته مراجعه وکړئ)

Image
Figure 2. Number of and trend in public hospital admissions, 2004–2017

۲ شکل:  له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۷کاله پورې په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو د منلو کچه (سرچینه: د عامې روغتیا وزارت)

 

د هېواد په کچه د قابله ګانو تعداد په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې۴۶۷ تنو ته رسېده، خو په روان کال کې په ټول افغانستان کې د قابله ګانو شمېر ۴۰۰۰ کسانو ته زیاتوالی موندلی.

د امېندواری او زیږون په وخت کې د میندو لپاره د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې د قابله ګانو له ډیرېدنې سره د پام وړ ښه والی راغلی، چې په دې اساس اوس هر ۹۰ امیندواره ښځې یوې قابلې ته لاسرسی لري. 

د افغانستان د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې پرمختګ د ښه او ژمن مشرتابه، ښې حکومتولۍ، د عامې روغتیا وزارت له خوا د اغېزمنو تګلارو او همدارنګه د صحت برنامې له لارې د مالي مرسته له برابرولو سره مستقیمه اړیکه لري. 

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د صحتمندي پروژه د صحت پروژې ځای ناستې شوه چې موخه یې د روغتیایي خدماتو پراختیا، د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه والی او په افغانستان کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسئ د کچې زیاتوالی بلل کېږي. د صحتمندي پروژې چوکاټ داسې جوړشوی چې پر بنسټ یې د کلیوالو سیمو اوسېدونکي د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې او د هغې څخه د متوقعه پایلو په ترلاسه کولو کې ونډه لري. 


د صحت پروژه د افغانستان د بیا رغونې صندوق له خوا چې د ۳۴ هېوادونو او نړیوالو تمویل کوونکو موسسو په استازیتوب یې مشري د نړیوال بانک ګروپ په غاړه ده او د نړیوالي پرمختیا ادارې له خوا چې د بېوزلو هېوادونو لپاره د نړیوال بانک تمویل کوونکې څانګه بلل کېږي، تمویل شوې وه. 

د صحتمندي پروژه د افغانستان د بیا رغونې صندوق، د نړیوال بانک ګروپ د نړیوالې پرمختیا ادارې او د ماشومانو او مېندو د روغتیا لپاره د نړیوالې پانګونې صندوق تمویل کېږي.


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000