د احتمالي خطرونو په اړه اطلاعات کولای شي په افغانستان کې د اقلیمي افتونو پر وړاندې د انعطاف مننې لامل وګرځي

This page in:
Image
انځور: د رومي مشورتي شرکت/ نړیوال بانک

افغانستان د زلزلې، سیلاب، وچکالي، ځمک ښوئیدنې او برف کوچ په ګډون د خطرونو او طبیعي پيښو له اړخه ډېر زیانمنونکۍ هېواد دی. سربیره پر دې، د انساني فعالیتونو له کبله راولاړ شويو ګواښونو هم دا ستونزه پسې لویه کړې ده. د هغو هېوادونو په منځ کې، چې د عاید کچه یې ټيټه ده، افغانستان له هایټي وروسته د نړۍ هغه دویم هېواد دی، چې له ۱۹۸۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د طبیعي پیښو له کبله زیات شمېر ملکي تلفات ورکړي دي. سره له دې هم، په وروستیو کلونو کې افغان حکومت د پیښو او د اقلیمي خطرناکو فاجعو اغیز او له هغو څخه د رامنځته شویو  امنیتي خطرونو په اړه ژور پوهې  تر لاسه کړی دی. د بېلګې په توګه، شدیده او پر له پسې وچکالي  د خوړو د نه خوندیتوب سبب ګرځیدلی، چې هر کال په منځنی کچه ۲۸۰ میلیون امریکايي ډالر د هېواد د کرڼې سکټور ته زیان  پیښوي. د امنیتي پیښو د اغیزو په پرتله، چې (۱۵ سلنه) دي، طبیعي پیښې او له اقلیمي واقعاتو څخه را پورته شوي زیانونه او تاوانونه د هېواد پر ۵۹ سلنه وګړو په تیره بیا په هغو سیمو کې چې د اقتصاد کچه یې ټیټه ده، زیاته اغیزه لري.

طبیعي خطراتو په اړه اطلاعاتو ته لاسرسی یو حیاتي امر ګڼل کېږي، په تیره بیا د افغانستان په شان زیانمنونکی هېواد کې چې له هرو پنځو وګړو څخه یې څلور کسه خپل ژوند د طبیعي سرچینو له مخې پر مخ وړي. د طبیعي پیښو پر وړاندې د انعطاف مننې  د وړتیا د پیاوړتیا لپاره، په افغانستان کې د طبیعي افاتو په اړه د اطلاعاتو د راټولوونې په اړه پانګه اچوونه ډېره اړینه ده تر، څو همدا اطلاعات بیا د پروګرامونو په طرح او پلي کېدلو کې وکارول شي. د افغان دولت د هلوځلو د ملاتړ لپاره، نړیوال بانک او دنړۍ د ناورین د کمښت او بیارغونې د آسانتیا اداره د طبیعي پیښو د څېړلو  په چارو کې د دولت له وزارت سره په نږدې همکارۍ، د خطر د ځانګړنو په اړه یوه بشپړه ارزونه چمتو کړه، چې موخه یې د سیلابونو ، وچکالیو، ځمک ښوئیدنې، برف کوچ او زلزلو په اړه د احتمالي او بالقوه خطرونو په اړه د اطلاعات مستند کول دي. د همدې ارزونې د موندنو پر عمده موضوع ګانو، میتودولوژي او متوقعه پایلو باندې په دې وروستیو کې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک د ګروپ له استازو سره خبرې اترې وشوي. په دغه ناسته کې ځینې مهم ټکي په لاندې ډول مطرح شول: ي وو:
د خطر ځانګړنې او د افغانستان زیانمننې  څه شی ده؟

  • سیلابونه د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یو له مکرره طبیعي پیښو څخه دي، چې په منځنۍ توګه په کال کې ۵۴ میلیون امریکايي ډالر زیانونه رامنځته کوي؛ ستر ناڅاپه سیلابونه بیا له ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو څخه پورته زیانونه رامنځته کولای شي.
  • له تاریخې اړخه، زلزلو زیاتره تلفات رامنځته کړي دي، چې له ۱۹۸۰ کال څخه را وروسته د ۱۰۰۰۰ خلکو د مړینې لامل شوی ده.
  • شاوخوا دری میلیونه وګړي د ځمکې  ښوئیدنې له ډېر لوړ خطر سره مخ دي.
  • له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر اوسه پورې، شاوخوا  ۶،۵ میلیونه وګړي د وچکالۍ له لاسه په شدیده توګه سره زیانمن  شوي دي او شدیده وچکالي کولای شي د افغانستان کرڼیز سکټور ته د اټکل له مخې ۳ میلیارد امریکايي ډالر تاوان ورسوي او دا هېواد د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي.
  • د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰ کیلومتره سړک (د افغانستان د ټولو سړکونو ۱۵ سلنه) د برف کوچ له خطر سره مخ دي، چې په دې منځ کې مهمه لویه لاره لکه سالنګ هم شامل دی.
Image
په افغانستان کې د سیلاب خطر: په ټول افغانستان کې د سیندونو د سیلاب له کبله د خطر شتون د سیلاب د خطر د موډل، د همدا شان خطرونو پر وړاندې د پرتو شتمنیو موقعیت او د همدغو شتمنیو ځورمننتیا له مخې مشخص شوی دی. د زیاتو معلوماتو لپاره، د خطر د ځانګړنو بشپړه برخې ته مراجعه وکړئ.
Image
په افغانستان کې د برف کوچ خطر: دا چې د برف کوچ د رامنځته کېدو د احتمال په اړه وړاندوینه ډېر ستونزمن کار دی، خو په دغه ارزونه کې یوازې د هغو مواردو په اړه، چې د دې خطر د رامنځته کېدو لامل ګرځي، معلومات وړاندې شوي دي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د خطر د ځانګړنو بشپړې برخې ته ورشئ.

د طبیعي او جیولوجیکي خطرونو پر وړاندې د افغانستان د عامه زیربناوو د انعطاف مننې  لپاره څه ډول وړاندیزونه د افغانستان حکومت ته ورکولی شو؟

  • د زلزلې پر وړاندې دمقاوم کېدو په خاطر په ټول افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو تحکیم او ښه والی، تر څو وکولای شي د هغو له لاسه اقتصادي زیانونه ۶۰ سلنې او د مرګ او مړینې تاوانونه ۹۰ سلنې ته را ټيت کړي.
  • د زلزلې پر وړاندې د نویو او مقاومو سړکونو جوړول تر هغه څه ډېر اغیزمن او اقتصادي دي، چې له پیښې وروسته بیرته رغول کېږي.
  •  د سربندونو پیاوړتیا او د کورونو تحکیم په ښارونو کې د سیلابونو د  مخنیوی کولای شي؛ په کابل کې د اوبو د یوه سربند جوړول کولای شي د احتمالي سیلابونو له امله د ۶۰۰۰۰ امریکايي ډالرو د زیان د مخنیوي سبب وګرځي.
  • د معیشت د وسیلې متنوع کېدل ، او د کرڼیزو اغیزمنو لارو چارو ښه والی، لکه د اوبو لګولو له محصولاتو او میتودونو څخه کار اخیستل کولای شي د اوبو لګښت را ټيټ کړي تر څو د هرې کرهڼې محصول زیاتوالی ومومي  او د اوبو کمښت هم تر یوه بریده پورې حل شي. حفاظتي ودانۍ، د کانکریټي سرپټو سړکونو جوړول او د وار له مخکې خبرداري ورکوونکي سیستم جوړیدل هم کولای شي د برف کوچ له کبله رامنځته کېدونکو خطرونو کې کمښت رامنځته کړي.

د نړیوال بانک ټیم څرنګه وکولای شول تر څو  د خطر دغه بشپړه ارزونه د افغانستان په څیر له ننګونو ډک چاپيریال کې وڅېړي؟

افغانستان د معلوماتو او ارقامو د راټولولو په برخه کې له ځانګړو ننګوونو سره مخ دی. تر ټولو لومړی، په هېواد کې د سراسري امنیت نشتوالي، له سیمو څخه د یاد ټیم د لیدنې وړتیا راکمه کړه  او په دغه ارزونه کې د ځای شويو ارقامو او معلوماتو تصدیق یې محدود کړ. د بېلګې په توګه، دغه کار په ځانګړې توګه سره د هغو بېلابېلو جغرافیايي موقعیتونو د تجزیې او تحلیل لپاره ډېر ګټور و کوم، چې د سیلاب یا د ځمکې ښوئیدنې له خطر سره مخ دي. ځکه چې ښايې د افغانستان پیچلي توپوګرافي له یوې سیمې او بلې سیمې څخه توپیر ولري. دلته د مصنوعي سپوږمکۍ او نورو پر مختللو وسایلو په مټ  د مشاهداتو تر څنګ، چې زیاتره یې د دولتي همکارانو، پرمختیايي شریکانو او په کابل کې د نړیوال بانک په دفتر کې د همدې ټیم د معلوماتو له مخې دي، د احتمالي خطراتو مشخصات رامنځته کوو. همداشان، د افغانستان په شان په نازک  شرایطو کې، د ایساف له لورې د ځمکې په اړه له وړاندې شویو معلوماتو څخه هم په سمه توګه ګټه واخیستل شوه. د بېلګې په توګه، څرنګه مو  بېلابېل وړاندې شوي معلومات او ارقام سره یو موټي او په ټول هېواد کې مو د برف کوچ موډل سازي جوړه کړه: د واورې له سیمې څخه مشاهدات او له ارتفاع څخه د لوړ کیفیت لرونکي معلومات مو سره ګډ کړل تر څو دا موډل رامنځته شو، په داسې حال کې چې د باران نړیوال معلوما ت د همدې  معادل د تطبیق لپاره په ټول هېواد کې اړین ګڼل کېږي.

دغه معلومات څرنګه کولای شي د د دولت انعطاف مننې  وړتیا  (Resilience) د اجنډا د پر مخ وړلو لپاره ګټور ثابت شي؟

له طبیعي پیښو سره د مقابلې د چارو د دولت وزارت هم د مرکز او هم د ولایتونو په کچه له ظرفیتي محدودیتونو سره مخ دی. پخواني پروګرامونه، چې د تمویل کوونکو له خوا پر مخ وړل کېدل، هغه هم په عمومي توګه ډېر خورې  او په کمه کچه و او زیاتره یې هم د پیښې له رامنځته کېدو وروسته پر مرستو باندې متمرکز و، نه دا چې د طبیعي افاتو د مخنیوي او پلان جوړونې په اړه تمرکز ولري. د دولت لپاره یو له ډېرو مهمو برخو څخه د طبیعي افاتو د خطرونو په اړه د معلوماتو د موضوع  پوهاوې  دی، چې د سکټورونو تر منځ همکارۍ ته یې لاره هواره کړي او کولای شي د ټرانسپورټ، انرژۍ، استوګنې  او ټولنیزې زیربنا په اړه په پانګه اچوونه کې د طبیعي پیښو د احتمالي خطرونو مدیریت عام کول اسانه کړي، تر څو دافغانستان لپاره له یوه انعطاف منونکي راتلونکې څخه ډاډ تر لاسه شي. په پای کې، دا چې د افغانستان دولت زیات شمېر لومړیتوبونه تر لاس لاندې لري، دا وسیله کولای شي په هغو سیمو کې، چې هلته زیانمننې  ډېره لوړه او اړتیا ورته ډېره ده، هغه اولویت بندي کړي. 

انټرنېټ پاڼه: www.worldbank.org/resilientafghanistan
 
ویډیو: http://www.worldbank.org/en/news/video/2017/03/29/afghanistan-disaster-risk-management-program
 
جغرافیايي کوډ: http://disasterrisk.af.geonode.org/

 

Authors

Julian Palma

Urban Development and Disaster Risk Management Specialist (Consultant), Social, Urban, Rural and Resilience Global Practice

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000