په افغانستان کې د لومړنیو معلوماتو او شمېرو د راټولولو په وخت کې ننګوونې او ستونزې مهار کیدلی شی

This page in:
Image


د افغانستان په څیر یوه هېواد کې د سوداګرۍ او کسب او کار په اړه د هر اړخیزې څېړنې تر سره کول، پرته له شکه، چې له خنډونو او ستونزو سره مل وي. په اوسنیو شرایطو کې په کابل او د هېواد په څلورو نورو ولایتونو کې د سوداګریزو مقرراتو د پرتلیزې څېړنې او د هغوۍ د تنفیذ د ډول په اړه د لومړنیو معلوماتو را ټولول یو ډېر ستونزمن کار ګڼل کېږي. افغانستان ۴۰ کاله وړاندې، یعنې په ۱۹۷۹ ز کال کې د سوداګریزو مقرراتو په اړه څېړنه تر سره کړې وه، چې له هغه را وروسته د ناامنیو له کبله د داسې یوې څېړنې تر سره کول زیاتره ولایتونو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله ناشوني وه.
 
د اوسنیو امنیتي ستونزو سره سره ، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د سوداګرۍ د تر سره کولو د وروستي رپوټ له چمتو کولو او خپرولو څخه زموږ تجربې د دې ښکارندوی دي، چې د لومړنیو شمېرو او معلوماتو راټولول یو ستونزمن کار، خو شونی ده. دغه معلومات او د هغه اړوند موندنې کولای شي د سوداګریزو مقرراتو د اصلاح او په کابل او نورو ولایتونو کې د خصوصي سکتور د پانګې اچونې د جذب لپاره د یوه وړ چاپیریال د رامنځته کولو لپاره پیاوړی بشپړ لارښود وبلل شي. د سوداګریزو مقرراتو د چاپیریال ښه والی د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د هڅوونې لپاره یو ستر هڅوونکۍ لامل بلل کېدای شي، چې د شغلي  فرصتونو او اقتصادي سوکالۍ د رامنځته کولو په برخه کې د هغوی له مبتکرانه عمل سره مرسته کوي.
 
په افغانستان کې د سوداګرۍ ترسره کول د ولایتونو په کچه لومړنی څېړنیز رپوټ دی ،چې دا ځل یې سوداګریز مقررات د کابل ښار برسیره، په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم تر څېړنې لاندې نیولي، چې په هغو کې د سوداګرۍ د تر سره کولو شاخصونه، چې عبارت دې له: د سوداګرۍ پیلول (د کار د جواز اخیستل)، د ودانیزو چارو د جواز اخیستل، د برېښنا د لین وېش او د ملکیت ثبت تر غور او څېړنې لاندې نیول کېږي.
 
مهم ټکي:
 

  • کابل د همدې څېړنې په دوو برخو کې مخکښ پیژندل شوی، چې هغه عبارت دې له: د سوداګرۍ پیلول او د برېښنا د لین اخیستل. په داسې حال کې، چې کندهار د ودانیزو چارو د جواز په اخیستلو او د ملکیتونو د ثبت په برخه کې لومړی مقام لري او د بلخ ولایت بیا په همدغو څلورو برخو کې په دویم ځای کې راځي.
  • په دغو پنځو ولایتونو کې د مقرراتو د تنظیم کیفیت او اغیزمنتیا خورا ډېر توپیر سره لري. د اصلاحاتو بهیر له پخوا نه په کابل کې پیل او تطبیق شوی دی، له همدې کبله د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د هغو په پراختیا سره به په همدې ولایتونو کې د سوداګرۍ د چاپیریال او د متشبثینو لپاره د پانګې اچونې د ښه والي سبب وګرځي.
  • د دې ټولو ښو کاري کړنلارو په تر لاس لاندې نیولو او د سوداګرۍ د مقرراتو په اصلاح سره، هیله کېږي، چې افغانستان د سوداګرۍ د ترسره کولو په نړیواله ډلبندی کې، ۱۱ پټې پورته ولاړ شي او ۱۷۲ ځایګی خپل کړي. 

په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال د سودګرۍ د ترسره کولو راپور له پیل څخه استثنایي وو. زموږ د سوداګرۍ د ترسره کولو د زیاتره راپورنو برعکس، چې په هغو کې اصلي تمرکز د مقرراتو د تنظیم د دودیز اغیزمنتوب پر اقداماتو باندې و، خو په دې رپوټ کې زیاتره تمرکز د مقرراتو د تنظیم د کیفیت پر څرنګوالي باندې را څرخیدلی، کوم چې زیاتره د بېړنیو اړتیاوو د تشخیص لپاره مهم ګڼل کېږي، لکه د روڼتوب زیاتوالی او د افغانستان د اوسنیو شرایطو له اړتیاوو سره سم د قانوني چوکاټ برابرول. دغه تمرکز د اړتیا وړ معلوماتو د را ټولولو او د څېړنو د تر سره کولو لپاره پراخو هلو ځلو ته اړتیا لري، تر څو د یو لړ اصلاحاتو د وړاندیز لپاره بنسټ کېښودل شي، چې وکولای شي افغانستان سره د پانګې اچوونې او سوداګرۍ د چاپیریال د ښه والي په برخه کې مرسته وکړي.
 
د معلوماتو او شمېرو راټولول تر اوسه پورې زموږ پر وړاندې یو ستر خنډ بلل کېده. په ځینو ماتېدونکو یا زیانمنونکې هېوادونو لکه د سویلي سوډان په پلازمېنې، جوبا، د سومالیا په پلازمېنې، هرګیسیا کې د لومړنیو معلوماتو د راټولولو په برخو کې زموږ پخوانۍ تجربې موږ ته ګټور لارښود په لاس راکوي. لکه څرنګه، چې د نړیوال بانک کارکوونکي اجازه نه لري، تر څو د کابل له ښار څخه د باندې سفر وکړي، نو په همدې خاطر، دا شمېرې او معلومات زموږ د دفتر په استازیتوب د Samuel Hall دفتر له خوا را ټول شول، چې دا یو نړیوال څېړنیز شرکت دی او په کابل کې هم یوه فعاله نمایندګي لري. دا ځل د همدې شرکت له خوا د معلوماتو را ټولېدل،  زیات امنیتي لګښتونه له ځانه سره لرل ځکه، چې ولایتونو ته د معلوماتو د را ټولولو په خاطر د سترو کاري ټیمونو د سفرونو د امنیت نیول په دې خاطر و، تر څو موږ ډاډه شو، چې ټول د اړتیا وړ معلومات مو را ټول کړي دي، له همدې کبله د سوداګرۍ د تر سره کولو د معیاري راپور د چمتو کولو په پرتله یې په لګښتونو کې زیاتوالی راغلی دی.
 
سربیره پر دې، د معلوماتو څخه ډاډمنتیا او تصدیق اخیستل هم یو وخت نیوونکی کار وو، چې باید له څو سرچینو سره یې په اړه مشوره شوې وی. په افغانستان کې، په داسې حال کې، چې د سوداګرۍ د مقرراتو په تنظیم کې تعدیلات اعلان شوي دي، خو بیا هم ډېره ستونزمنه ده، تر څو معلومه کړو، چې آیا دغه بدلونونه په رښتیا هم پلي شوي دي که نه، چې دا مسئله په خپله یو له هغو کلیدي ګامونو څخه شمېرل کېږي، چې باید د مقرراتو د تنظیم د کیفیت د معلومولو لپاره  پورته شي.
همداشان، د ریښتینو معلوماتو نشتوالی، چې په عامه توګه د لاسرسي وړ وي او دې واقعیت ته په کتو سره چې د افغانستان په ولایتونو کې ځینو سیمه ییزو چارواکو د پوښتنلیکونو په مټ د معلوماتو شریکول په ځنډ تر سره کاوه، دا په دې مانا وو، چې د څېړونکو لپاره له دولتي ادارو څخه د معلوماتو تر لاسه کول ډېره وخت نیوونکې پروسه وه. خو دغه څېړنیز ټیم د څو خبراوي ورکوونکو ورکشاپونو په تر سره کولو سره وکولای شول، تر څو پر دغې ننګوونې باندې لاسبري تر لاسه کړي، چې په پایله کې د اړوند ادارو چارواکو وکولای شول په مخامخ توګه د نړیوال بانک له ټیم سره خبرې ولري او د نظریاتو تبادله وکړای شي.

د افغانستان حکومت، په خپل وار سره له دغې پروژې او د سوداګرۍ د تر سره کولو د راپور له موندنو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ. دولتي ادارو او په ولایتونو کې د اړوند ادارو چارواکو د څېړنیز ټیم د اړتیا وړ مرستو او د هغوۍ د سرچینو د لاسرسي کېدو په برخه کې مثبت ځواب ورکړ او د ځینو لوژیستیکي او تخنیکي ننګونو د له منځه وړلو لپاره یې په خپل اختیار کې شته سرچینې دغه ټیم ته ورکړي وي. بالاخره، د معلوماتو د را ټولولو بهیر په پوره بریالیتوب پای ته ورسید. په افغانستان کې د سوداګرۍ د تر سره کولو څېړنیز راپور په دې هېواد کې د سوداګرۍ او پانګې اچوونې اړوند موندنو سره یو ځای، په کابل کې د نړیوال بانک په دفتر کې خپور شو.
په دغه ناسته کې د دولتي ادارو ځینو لوړپوړو چارواکو، چې په هغو کې د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت، د ښار جوړولو او مسکن د وزارت ، د اوبو او انرژۍ د وزارت ، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ، د افغانستان د اراضي د خپلواکي ادارې ، د کابل ښاروالی استازي او همداشان د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې استازو ګډون درلود.

د افغانستان په ولایتونو کې د سوداګریزو مقرراتو د تنظیم په موخه د مطلوبو لارو چارو په پيژندنې سره، دا راپور کولای شي د افغانستان د ټولو ولایتونو له متصدیانو او چارواکو سره مرسته وکړي، تر څو د یوه بل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د داسې لارو چارو په لټه کې واوسي، او په ولایتونو کې خصوصي متشبثین نور په ډېر کم وخت، په کم لګښت سره خپلې سوداګریزې چارې پر مخ یوسي او مجبور نشي، چې غیرضروري بیروکراتیک بهیرونه طی کړي، تر څو په همدې ترتیب خصوصي شرکتونو ته د اړتیا وړ اسانتیاوې رامنځته شي. د خوشحالۍ ځای ده، چې د راتلونکو څېړنو بنسټ اېښودل شوی او وروسته له دې د افغانستان پنځه ستر ولایتونه کولای شي، د سوداګریزو مقرراتو د تنظیم او د هغو د کیفیت او اغیزمنتوب د څرنګوالي په اړه خپل پرمختګونه هر کال وارزوي او تعقیب یې کړي. 


اړوند موضوعات:
http://www.worldbank.org/fa/news/press-release/2017/05/17/afghan-provinces-can-improve-ease-doing-business-learning
 http://www.doingbusiness.org/data/exploreeconomies/afghanistan 
http://www.doingbusiness.org/~/media/WBG/DoingBusiness/Documents/Subnational-Reports/DB17-sub-afghanistan.PDF 


Authors

Tommaso Rooms

Private Sector Development Specialist

Eugene Bempong Nyantakyi

Private Sector Development Specialist

Marilina Vieira

Private Sector Development Specialist

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000