د افغان مېرمنو د مالکیت حق خوندي کول

This page in:
? ????????? ? ???? ????? ? ?????? ????? ?? ????? ? ????????? ???? ???????? ?? ? ?????? ?????? ?????? ???? ??? ?? ? ???? ?????? ???? ???? ?? ? ?????? ?? ???? ??. د افغانستان د ځمکو سیستم د مدیریت پروژې په مرسته د افغانستان دولت توانېدلی څو د مالکیت زرګونه سندونه صادر کړي چې د یادو اسنادو ډیری برخه یې د مېرمنو په نامه دي.

دوه کاله مخکې کله چې د نصیبې خاوند وفات شو، د دې موضوع پر سر بحث جنجالي شو چې کور به یې چاته په میراث رسېږي. نصیبه یوه آشپزه ده او درې ماشومان لري. هغه اوسمهال د یوه افغان سرتېري کونډه مېرمنه ده او د خاوند له مړینې وروسته یې د مېړه کورنۍ هغه تر فشار لاندې راوسته څو یې د خاوند پر کور باندې د ملکیت له ادعا څخه لاس په سر شي. نصیبه د داسې یوې مېرمنې په توګه چې د بامیانو ولایت د ګذر شش په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږي، پر کور باندې یې د مالکیت د اثبات لپاره هېڅ ډول سند نه درلود او له دې چې کور یې له تصرفه ووځي، وېرېدله.

په بلخ ولایت کې هم یوه بله مېرمن چې هغه هم د درېیو ماشومانو مور ده، له ورته ستونزې سره مخ وه او د خپلو ماشومانو بې سر پناه کېدو ته اندېښمنه وه. لطیفه چې یوه خیاطه ده، پر دې توانېدلې ده څو له همدې لارې د خپل ځان او ماشومانو لپاره یو کوچنی کور جوړ کړي. څلور کاله وړاندې هغه د سینې په سرطان اخته شوه. د هغې ناروغي اوس یو ځل بیا را ګرځېدلې او له سخت وضعیت سره یې مخ کړې ده. لطیفه له دې وېرېږي چې له مرګ وروسته به یې اولادونه چې ټول ۱۸ کلن او یا هم له ۱۸ کالو کم عمر لري، د قانوني اسنادو او ملاتړو د نشتون په صورت کې بې کوره او بې سرپناه شي.

په داسې حال کې چې قانون په افغانستان کې مېرمنو ته هم د نارینه وو په څېر پر کور او ملکیت باندې د واک او اختیار مساوي حق ورکړی دی، د قانون د پلي کېدو کمزورتیا، د ښځو د حقونو له پامه غورځول او د ټولنیزو ستونزو شتون ددې لامل شوی څو افغان مېرمنې له خپل ملکیت څخه محرومې شي. متخصصین اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۵ سلنه څخه لږ د ملکیت سندونه د ښځو په نامه دي. 

د کور او جایداد د ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي ارزښت په پام کې نیولو سره ملکیتونو ته مساوي لاسرسی د افغان مېرمنو د پیاوړي کولو او ملاتړ لپاره ډېر مهم دی.

د افغان مېرمنو د ملکیت له حق څخه ملاتړ

په افغانستان کې د کور او جایداد له مالکیت څخه د مېرمنو محرومېدل د دې لامل شوي څو مېرمنې له اقتصادي او سیاسي چاپېریال څخه بې برخې کړل شي او په کور او ټولنه کې د تصمیم نیوونکو افرادو په توګه د هغوی رول لا ډېر محدود شي.  د کور او جایداد د ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي ارزښت په پام کې نیولو سره ملکیتونو ته مساوي لاسرسی د افغان مېرمنو د پیاوړي کولو او ملاتړ لپاره ډېر مهم دی.

د افغانستان د ځمکو او ښار جوړونې وزارت په دې وروستیو کې د جایدادونو د ثبت خدمتونو ته د لاسرسي او د جایدادونو د مالکیت سېستم د ارتقا او په ځانګړې توګه په یاده برخه کې د مېرمنو لپاره غوره فعالیتونه او لاسته راوړنې لرلې دي. دغه هڅې په لومړي قدم کې د UN Habitat موسسې د "ښار د ټولو لپاره" پروګرام په لومړني ملاتړ او په دویم قدم کې د افغانستان د ځمکو سېستم د مدیریت پروژې لخوا چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق په وسیله تمویلېږي، پر مخ بېول کېږي. د افغانستان د ځمکو او ښار جوړونې وزارت تر دې دمه توانېدلی څو د مالکیت ۳۴۳۷۰ سندونه صادر کړي چې د یادو اسنادو له نیمې برخې څخه ډېر یې د مېرمنو په نامه دي. 

Image
ALASP project beneficiary
افغانستان د ځمکو سیستم د مدیریت پروژې تخنیکي ټیم د یوې کورنۍ له مکلیت څخه د لیدو په حال کې دي څو د اړینو ارقامو او معلومات په راټولولو سره هغوی ته د مالکیت سند صادر کړي.

دغو کړنو له نصیبې، لطیفې او ډېری نورو ورته افغان مېرمنو سره مرسته کړې څو د خپل مالکیت د حق اړوند اسناد لاسته راوړي. همدارنګه دغه هڅې ددې لامل شوې څو مېرمنې له بې سرپناه والي، د ملکیت د غصب او د هغوی د حقونو د تر پښو لاندې کېدو په څېر ستونزو څخه خوندي پاتې شي. قانوني اسناد همدارنګه د دې موضوع ضمانت کوي چې دغه مېرمنې کولای شي د خپل کور او جایداد مالکیت خپلو اولادونو ته ولېږدوي او په دې ترتیب هغوی له بې کوره توب او سرپناه نه درلودلو څخه وژغوري.

د افغانستان د ځمکو او ښار جوړونې وزارت د نویو قوانینو له چوکاټ سره په مطابقت کې چې د ځمکو د سېستم د مدیریت پروژې په وسیله حمایه کېږي؛ واده لرونکي نارینه مکلف دي څو د ملکیت په اسنادو کې د خپلې مېرمنې نوم او بشپړ شهرت ولیکي. د مالکیت د سند د وېش پروګرام همدارنګه پر دې توانېدلی څو د ځمکو اړوند منازعاتو او شخړو په برخه کې د منځګړیتوب او همغږۍ په موخه د ځمکو د کادستر کمېټه رامنځته کړي. له ضوابطو سره سم، د ځمکو د کادستر کمېټې ۳۰ سلنه غړي ښځې تشکیلوي. د مېرمنو د مالکیت د حق اړوند کاري ګروپ چې د افغانستان له ۱۵ اداري برخو څخه په استازیتوب مېرمنې پکې ګډون لري، په یاده برخه کې د شته جنسیتي ستونزو د حل او فصل په موخه په منظم ډول یو له بل سره لیدنې کوي.

د افغانستان د ځمکو سېستم د مدیریت پروژه د ښځو د ملکیت د حق د تامین او د ځمکې د مدیرت د قوانینو له تنفیذ او پلي کېدو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه فعالیت کوي.

د افغانستان د ځمکو سېستم د مدیریت پروژه په دې وروستیو کې توانېدلې څو په اتو ولایتونو کې د هغه مېرمنو د ملاتړ په موخه مرستندویه واحدونه رامنځته کړي چې د ملکیت د سند د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. همدارنګه دغه واحدونو د مېرمنو په نوم د ملکیت ثبت هڅولی او د ملکیت په اسنادو کې د شریک په توګه د مېرمنو د نوم د ثبتېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. د دغو برخو کار کوونکي د ورځې په اوږدو کې له ګڼ شمېر خلکو سره مرسته کوي. د جلال اباد ښار اوسېدونکې لیلما د همدې ښځو له ډلې څخه ده. په دې ورستیو کې د هغې مېړه پرېکړه کړې څو د ملکیت په اسنادو کې یوازې خپل نوم ولیکي. لیلما چې هڅه یې کوله څو د کورنۍ د مالي چارو په تنظیم کې ډېره ونډه ولري او د وړاندوینې خلاف یوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې وکولای شي له خپلې کورنۍ څخه ساتنه وکړي، د دغو واحدونو له ښځینه کار کوونکو سره په اړیکه کې شوه څو وکولای شي خپل مېړه د ګډ ملکیت د ګټو په هکله خبر کړي او هغه دغه کار ته راضي کړي.

 

 

Image
ALASP project help center
ا د افغانستان د ځمکو سیستم د مدیریت پروژې د مرستندویه څانګې یوه برخه ده چې افغان میرمنې هڅوی څو خپل جایدادونه او ملکیتونه ثبت کړي‌ او خپل د مالکیت سند ترلاسه کړي.

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000