وجیهه رسولي چې په جنوبي ولایت هلمند کې چې له جنګ جګړو په جدي ډول اغېزمن ولایت دی، د ښځو چارو د رییسې په حیث کار کوي د بریالیو افغان ښځو پر مثال بدله شوې. مېرمن رسولي له هغه لسګونو افغان مېرمنو ده چې لوړ مقام ته په رسېدو توانېدلې ده.
مېرمن رسولي تر زیاتو هڅو وروسته وتوانېده چې په ۲۰۱۸ کې دې مقام ته ورسېږي، نوموړې توانېدلې چې نورو هغو ښځو ته د کار زمینه مساعده کړي چې غواړي دې غوندې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي سره مقابله وکړي.
له بلې خوا نبیله حبیبي د سرپل ولایت د ښځو چارو رییسه هم له هغو ښځو ده چې په زیاتو هڅو دې مقام ته رسېدلې ده. مېرمن حبیبي د همکارو بنسټونو او مدني ټولنې فعالینو په ملتیا د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي سره مبارزه کوي. مېرمن حبیبي دې مقام ته تر رسېدو وړاندې د ښځو د حقونو د فعالې په حیث کار کاوه او له نورو افغان مېرمنو سره یې مرسته کوله چې لوړو زدهکړو ته لار پیدا کړي.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون د ښځو لپاره انټرنېټ او کمپیوټر ته د لاسرسي زمینه مساعدوي.
نبیله او وجیهه د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون کې د اصلاحاتو په نتیجه کې د ملکي خدمتونو سېستم ته ننوتې. د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون د ښځو لپاره انټرنېټ او کمپیوټر ته د لاسرسي زمینه مساعدوي. همدارنګه دا اداره هغو ښځو ته د دغه ادارې د استخدام د انلاین طریقې اړوند لارښوونه کوي چې غواړي د افغانستان د ملکي خدمتونو په برخه کې کار وکړي.
وجیهې دې مقام ته تر رسېدو وړاندې له لوړپوړو دولتي چارواکو سره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده او هېڅ ډول نور امکانات یې نه درلودل چې په واسطه یې دې مقام ته ورسي. هغه د ملکي خدماتو د خپلواک کمېسیون د کار کولو د طریقې اړوند وایي: "په انلاین ډول د غوښتنلیک وړاندې کول او د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون ازموینه اخیستل یوازېنی دلیل دی چې زه دغه منصب ته ورسېدم، هغه څه چې ما یې انتظار نه کاره".
۲۰۱۸ کال د وجیهې غوندې ښځو لپاره، چې د ملکي خدمتونو په برخه کې د کار علاقهمنې دي، یو برخلیک ټاکونکی کال و؛ دغه کال د افغانستان د ملکي خدمتونو برخه کې د ښځینه کارکوونکو مجموعي فیصدي ۲۲ ته پورته شوه. "تغییر" پروژې، چې نړیوال بانک یې ملاتړ کوي د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو او د اړتیا وړ منابعو په تیاري سره د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو زیاتوالي کې عمده رول لوبولی دی.
د تغییر پروژې په مرسته ۷۶ ښځې د مدیریتونو، ریاستونو او عمومي ریاستونو منصبونو ته رسېدلې دي. د تغییر پروژې هدف دا دی چې د ملکي خدمتونو د لوړرتبه بستونو په برخه کې د ښځو د ۲۰۱۸ کال ۷،۵ فیصدي د ۲۰۲۲ تر پایه ۱۰ فیصدو ته ورسوي.
دغه پروژه همدارنګه د ټیټې او منځنۍ کچې کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړوي چې وتوانېږي لوړو مقامونو ته د رسېدو پوړۍ ووهي. هغه ښځې چې د منځنۍ کچې مدیرتونو کې کار کوي کولی شي د مسلکي روزنې په ۱۴ میاشتني پروګرام کې شاملې شي او د پروګرام تر بشپړاوي روسته پر لوړو مقامونو د کار غوښتنه وکړي.
تېرو دریو کالونو کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون توانېدلی چې د ملکي خدمتونو برخه کې نېژدې ۸۰۰۰۰ کارکوونکي وګوماري چې له دې ډلې ۱۳۴۰۸ یې ښځې دي. دغه کچه د افغانستان د ملکي خدمتونو برخه کې د ښځو د ګومارنې پاموړ زیاتوالی ښیي.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون د ملکي خدماتو ټول کارکوونکي بایومېټریک ښيي چې د عمومي بنسټونو د کارکوونکو یو پر درېیمه برخه ښځینه کارکوونکې تشکیلوي.
له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره افغان مېرمنې لا هم د ملکي خدمتونو په برخه کې د مدیریت او رهبرۍ مناسبو منصبونو ته د رسېدو لپاره له زیاتو ټولنیزو او تخنیکي ننګونو سره مخ دي. یو له عمده او سختو موانعو لوړو زدهکړو ته د ښځو کم لاسرسی دی، ځکه چې لوړې زدهکړې د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو ګډون ته لار هواروي.
سره له دې چې د ملکي خدمتونو په برخه کې اصلاحاتو په دولتي ادارو کې د ښځو له ډېر ګډون سره مرسته کړې، خو بیا هم وجیهه ټینګار کوي چې د ښځو د زدهکړو ټیټه کچه د دې لامل شوې چې د نرینه کاندیدانو پرتله کمزورې کاندیدانې وي. د لسیزو روانې جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوې دي چې د نجونو او ښځو پوهنیزې او تحصیلي موقعې محدودې کړي. جګړو او ناامنۍ د کار بازار ته د داخلېدو لپاره د نجونو او ښځو د مهارتونو د ترلاسه کولو توانایي کمزورې کړې ده.
شمېرې او معلومات ښیي چې دا مهال نېژدې ۲۰۰۰۰۰ محصلین د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې پر تحصیل بوخت دي، چې نجونې یې تر یو پر درېیمې برخې دي . دې منځ کې د جنوبي ولایت اروزګان هېڅ پېغله تر اوسه له دولتي پوهنتونه فارغه شوې نه ده.
د ملکي خدمتونو برخه کې د ښځو د حضور د زیاتوالي هڅې د دې سبب شوې دي چې د لوړو زدهکړو برخه کې هم د ښځو زیات شمولیت د دولت په اولویتونو کې شي. د ټکنالوژۍ، څارنې او ارزونې، د بودجې مدیریت او د پروګرامونو د مدیریت برخه کې د ښځو روزنه خاص اهمیت لري.
د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق د ملاتړ لاندې پروژې پر دې توانېدلې دي چې د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي چې د ملکي خدمتونو سکتور کې د ښځو کمرنګه حضور یو عمده دلیل ته رسېدګي وکړي، چې هغه لوړو زدهکړو ته د ښځو کم لاسرسی دی.
د نړیوال بانک پروژې او له سلګونه افغان ښځو سره مرسته کړې چې لوړې زدهکړو وکړي او د کار لپاره اړتیا وړ مهارتونه ترلاسه کړي.
د بېلګې په ډول د لوړو زدهکړو د پرمختیا پروژې او د افغانستان د مهارتونو د پراختیا پروګرام له سلګونه افغان ښځو سره مرسته کړې چې لوړې زدهکړو وکړي او د کار لپاره اړتیا وړ مهارتونه ترلاسه کړي.
فرزانه یوسفي یوه له دغو ښځو ده، هغې په افغانستان کې د مهارتونو د پرمختیا د دویم پروګرام له لارې تحصیلي بورس ترلاسه کړ او هغې د دې بورس له برکته لېسانس سند واخیست. دغه سند د دې باعث شو چې نوموړې په مالیې وزارت کې دنده ترلاسه کړي. هغه اوس مهال د دې وزارت د کنټرول مدیریت په برخه کې کار کوي. فرزانه وایي چې دغه بورس د دې لپاره یوه استثنایي موقع وه، ځکه هغې نه شول کولی د اقتصادي ستونزو له امله خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي او لېسانس ترلاسه کړي. فرزانه دا مهال د یادې پروژې په ملاتړ ماسټري کوي. د افغانستان د مهارتونو د پراختیا پروګرام توانېدلی چې تر اوسه افغان ښځو ته ۱۳۷۲ بورسونه چمتو کړي.
د وجیهې، نبیلې او فرزانې کیسې چې د رهبرۍ مقامونو ته د رسېدو لپاره د افغان ښځو د هوډ او ارادې یوه نمونه ده، موږ ته الهام راکوي چې ښځو ته د لازیاتو فرصتونو د ایجاد او د افغانستان د ملکي خدمتونو په برخه کې لا لوړو سطحو ته د دوی د رسېدو او نورو کاري فرصتونو لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړو. په افغاني ټولنه کې د دوی غوندې ښځو زیاتوالی ټولشموله راتلونکې او نېکمرغه افغانستان حسابېږي.
Join the Conversation