پوهنه د افغانستان د پرمختګ یوازینۍ لاره

This page in:
Image
د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامې لخوا د اړتیا وړ پراختیایي مرستو په برابرو سره د ښوونځیو د ودانیو جوړولو ترڅنګ، له یو زیات شمیر نورو آسانتیاوو لکه د ساینسي لابراتوارونو، کابتونونو او کمپیوتري لابراتوارونو تجهیز څخه ملاتړکوي. د زده کړې چاپیریال د دغو بدلونونو په راتګ سره خورا ښه والی موندلي، د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کورنۍ هڅول شوي، ترڅو خپل ماشومان ښوونځیو ته راولیږې. انځور: فردین واعظي/ نړیوال بانک

زده کړه د افغانستان د پرمختګ لاره پرانیزي: د مشرانو مشهوره خبره ده چې وایې، ښوونه او رزونه د هر هېواد د پرمختګ بنسټ جوړوي. لکه څرنګه، چې له څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته، اوس د هر افغان لپاره تر بل هر وخت ښه معلومات شته، چې په خپلو پښو د دې هېواد دریدل، پرمختګ ته اړتیا لري.

ډېر لېواله وم، چې خپل ټولنیز چاپيریال هر څه ښه جوړ کړم، تر څو له همدې لارې د خپلو ځوریدلو خلکو لپاره د خدمت مصدر وګرځم، له همدې امله، د پوهنې د کیفیت د لوړولو له برنامې سره مې کار پیل کړ، چې موخه یې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د کیفیت او ورته د لاسرسي لوړول و. کله چې مې په دغه برنامه کې کار پیل کړ،  نو د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامه په خپل دویم پړاو کې و، چې لا پخوا د ۲۰۰۸ کال د جنوري په میاشت کې پیل شوی و. د همدې برنامې له لارې، زموږ هڅه دا وه، تر څو په بېلابېلو سیمو په تیره بیا په لرو پرتو سیمو کې له کلیوالي خلکو سره ووینو کومو، چې د پوهنې په اړه ناسم لیدلوري او تعبیرونه لرل، تر څو له هغوۍ سره له نږدې کار وکړو او د پوهنې په اړه د هغوۍ ذهنیت مثبت اړخ ته را واړوو. ښه مې په یاد دي، کله چې مې په ۲۰۱۰ کال کې د پوهنې د کیفیت د لوړولو د برنامې له ټيم سره کار پیل کړ، نو یو زیات شمېر خلک موږ ته راغلل او ویل یې، چې هغوۍ هېڅ وخت دې ته چمتو نه دي، تر څو خپلې نجوني ښوونځي ته ولیږي. خو له ډېرو هلوځلو وروسته، بالاخره دا برنامه بریالۍ شوه.

اوس په پوره ډاډ سره ویلی شم، چې موږ د بلخ ولایت په ټولو سیمو کې له پوره ملاتړ څخه برخمن یو. د بېلګې په توګه، کله چې موږ د بلخ ولایت په کومه ولسوالۍ کې ښوونځي جوړو، نو د ځمکې اخیستلو ته اړتیا نه لرو. بلکې د هغې سیمې خلکو په خپله ځمکه اخیستي او موږ ته یې په اختیار کې راکړې ده. هغوۍ له موږ غوښتل، تر څو د دوی په ملکیت کې ورته ښوونځی جوړ کړو – هان چې ډېرو بېوزلو خلکو هم موږ سره داسې چلند کړی دی. کله چې د بلخ ولسوالۍ چهارسنګ کلي ته ورغلو، چې هلته هېڅ ښوونځی نه و، خو سره له دې، چې د دې کلي ټولو خلکو د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لاره، سره را ټول شول او موږ ته یې د ښوونځي د جوړولو په خاطر ځمکه واخیستله. د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامه د هغه کلي د ماشومانو لپاره ښوونځی جوړ کړ او نن ورځ د هغه کلي ټول ماشومان په هغه ښوونځي کې درس وايي.


د بلخ ولایت اوسیدونکو تر اوسه پورې نږدې دوه نیم جریبه (تقریباْ نیم هکټار) ځمکه د ښوونځیو د جوړولو په خاطر د پوهنې وزارت ته په اختیار کې ورکړې ده او یا یې هم په خپلو پیسو اخیستې ده. د دې کار یوه ښه بېلګه، په مزارشریف ښار کې د سلطان غیاث الدین د هلکانو د ښوونځي جوړول دي. دغه لېسه په ۱۹۳۷ ز کال کې جوړه شوې وه. په ۲۰۰۸ کال کې، دغه لېسه د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامه تر پوښښ لاندې راغله، چې په پایله کې په ۲۰۰۹ کال کې ۲۷۵۰۰۰ افغانۍ او په ۲۰۱۱ کال کې ۱۴۱۰۰۰ افغانۍ د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامې له پرمختیايي بودیجې څخه ورته ځانګړې شوې. په همدې ترتیب، په ۲۰۱۳ کال کې، نوموړې لېسه د نمونه یې لېسې په توګه وپیژندل شوه، چې د نمونه یې ښوونځیو پورې اړوند د ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالرو د بودیجې د کارونې وړتیا یې تر لاسه کړه. له همدغو پیسو څخه د ساینس د لابراتوار د سمبالولو، د کتابتون د جوړولو او د کمپیوټري لابراتوار د سمبالولو په برخه کې ګټه واخیستل شوه. چې په دې سره، د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د یوې معیاري ودانۍ د نشتوالي اندېښنه او تشویش هم لرې شو.

د پوهنې د کیفیت د لوړولو د برنامې له لارې په تیره بیا د زیربنا د پراختیا له پیسو څخه یوازې لس درسي خونې جوړې شوې، چې د زده کوونکو اړتیاووې یې په پوره ډول سره له منځه نه یوړلې. خو د ښوونځي پرمختیايي شورا، د بلخ ولایت یوه سوداګر، حاجي محمد شریف ته ورغلل او له هغه څخه یې په دې برخه کې مرسته وغوښته. زه هم د شورا له غړو سره د حاجي محمدشریف کور ته ورغلم، تر څو له نوموړي سره د لېسې د اړتیاوو په اړه وغږیږم. بالاخره، د حاجي محمد شریف له خوا د ۴۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو مرستې په تر لاسه کولو سره مو وکولای شول د سلطان غیاث الدین د هلکانو د عالي لېسې ودانۍ جوړه او د درسي خونو د نشتوالي ستونزه مو حل کړه.
  
نن ورځ، د همدې لېسې د لومړۍ ثمرې شاهدان یو. د ۱۳۹۵ کال د کانکور په ازموینه کې، چې هر کال د هېواد له ټولو لېسو څخه پوهنتونونو ته د تلو لپاره ازموینه اخیستل کېږي، له بلخ ولایت څخه د کانکور په ازموینه کې لومړی او دویم د ډېرو نمرو ګټونکې د همدې لېسې زده کوونکې دي. د دغو زده کوونکو په څېرو که مسکا او خوشحالي او د دوی دغه ستر بریالیتوب ، زما د ژورې خوشحالۍ لامل هم وګرځید. زده کړه د پرمختګ لاره پرانیزي او په همدې ترتیب سره زه هم د خپل هېواد د پرمختګ د کاروان یو غړی یم. د پوهنې د کیفیت د لوړولو له پروګرام څخه مننه.

د پوهنې د کیفیت د لوړولو برنامه د معارف وزارت لخوا تطبیق کیږي، چې په لومړیو کې د نړیوال بانک لخوا تمویل شوه،  خو وروسته بیا د دغې برنامې تمویل د افغانستان د بیارغونې صندوق له لوري ترسره شو.
 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000