په افغانستان کې څلور لسیزې جګړې، تاوتریخوالي، ناامنۍ، د افغانستان بد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له امله زیاتره کسان ګډوال شوي دي. داسې اټکل کېږي چې هر کال له ۱۰۰۰۰۰ ډېر افغانان له یو سیمې څخه بلې سیمې ته کډه کوي .
له ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۵،۸ ميلیون افغان پناه غوښتونکي او څو ميلیونه هغه افغانان چې د پناه غوښتونکو اسناد او مدرکونه لري بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي . دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې له ۲ ميلیونه ډېر هغه افغان پناه غوښتونکي او کډوال چې اسناد یې نه لرل بېرته هېواد ته راستانه شوي دي .
له پاکستان څخه په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو بېرته راستنېدل د دغه بهیر مهمه برخه جوړوي؛ په دغه بهیر کې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۶۰۰۰۰۰ ډېر راستنېدونکي ثبت شوي و. دغه شمېرې ښيي چې ډېری راستنېدونکي په ښاري او اطرافي سیمو کې ځای پر ځای کېږي، ځکه دوی نه غواړي چې د بېکارۍ له ستونزو، اساسي خدمتونو ته د لاس رسي له لږو ستونزو سره مخ شي. باورکېږي، چې که دوی په دې سیمو کې ځای پر ځای نه شي ممکن د استوګنې په نورو سیمو کې ستونزې د دوی د راټولېدو مخه ونیسي او د بیا بېځایه کېدو لامل یې شي.
له راستنېدونکو او هغه سیمو څخه ملاتړ، چې راستنېدونکي په کې مېشت کېږي، د اړونده حکومتي وزارتونو او نړیوالو موسسو تر منځ ډېرو نوښتونو او همکاریو ته اړتیا لري. په همدې خاطر نن نړیوال بانک او د کډوالو نړیوال سازمان ( DSA ) د شریکو معلوماتو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک د محتویاتو له مخې، د معلوماتو د راټولولو او ارزونې په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ مرسته، د معلوماتو مديریت او د ګډو پروګرامونو جوړول داسې طرحه کېږي، چې په ځانګړې توګه د ډېرو راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او د استوګنې د سیمو د ارزونې، تحلیل او د دوی اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره بسنه وکړي.
د دغه هوکړه لیک لاسلیک او د نړیوال بانک او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتو د کمېشنرۍ عالي سازمان تر منځ لاسلیک شوى هوکړه لیک د بشري سازمانونو تر منځ هر اړخیزه همکاري، پرمختیايي بنسټونه او اړونده وزارتونه تنظیم او تقویه کوي.
د ۲۰۱۷ مېلادي کال په اوږدو کې د پوره معلوماتو د کمښت او بشري سازمانونو، اړونده پرمختیايي ارګانونه او وزارتونه تر منځ د نه همغږۍ له امله د دې ارزول، چې بېرته راستنېدونکي چېرته مېشت کېږي، کومې اړتیاوې لري او څه ډول په غوره توګه د اړتیا وړ ملاتړ تر لاسه کړو ډېر ستونزمن کار دی.
د راستنېدونکو اړتیاوو ته د رسېدو او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ملاتړ لپاره د کډوالو نړیوال سازمان په مهمو مرزي نقطو کې د ټولو راستنېدونکو د ثبت لپاره یو معلوماتي بانک جوړ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د بې ځایه شوو تعقیب سیستم ته هم پراختیا ورکړې همدا اوس دا سیستم په ۲۸ ولایتونوکې فعال دی، په دې سیستم کې د وګړو تحرک اړوند معلومات، د وګړو شتون او د راستنېدونکو موقعیت تشخیص، بې ځایه شوي او د کډوالو شمېر ثبت کېږي.
په ورته مهال، نړیوال بانک داسې پروګرام ته پراختیا ورکړې، چې پر اساس به یې شته معلومات تحلیل شي، دملي لومړیتوبونو د لارښوونې او پوهاوی د اړتیا وړ مدارک اوشواهد، پالیسي ګانې، پروګرامونوجوړول او د تدابیرو تر لاس لاندې نیول به د چارواکو په واک کې ورکول کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان او نړیوال بانک ترمنځ د معلوماتو شریکولو تړون لاسلیک په دې دلالت کوي، چې د دواړو بنسټونو ترمنځ بشري همکارۍ پیاوړې شوې او په پراختیايي برخه کې د نړیوال بانک تجربې او تخصص له افغانانوڅخه د اړتیا وړ ملاتړ په موخه ترسره کېږي.
سربېره له دې، دا تړون دکډوالولپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ لا زیاتې همغږۍ ته لار پرانیزي، په یاد تړون کې شته مواد د نړیوال بانک له لوري د اجباري بې ځایه شوو افغانانو لپاره د دوامداره حل لارو موندلو باندې تمرکزشوی دی .
نړیوال بانک، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري له افغان حکومت سره له نږدې کارکوي، څومعلوماتو ته د لاسرسي کیفیت نورهم ښه کړي اوداکارپه دې موخه ترسره کېږي څو په هغوسیموکې چې افغان راستنېدونکي ځای پرځای کېږي، بشري او پراختیايي مرستې ورسره وشي.
دا همغږي د دې لامل شوې څو د افغانستان ولسی تړون ملي پروګرام خدمتونه هغوسیمو ته هم پراختیا ومومي چې د کډوالو راستنېدو کچه په کې لوړه ده او دکارموندنې لپاره نوې طرحه جوړه کړي، چې موخه یې د بې ځایه شوو افغانانو اقتصادي فرصتونو لوړتیاده همداراز په دې کې، کډوالوته د افغانستان ځینې کوربه ښارونه هم شامل دي.
Join the Conversation