افغانستان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له خپرېدو سخت زیانمن شوی دی. تر اوسه د دې ناروغۍ ډېرش زره مثبتې پېښې او ۱۰۰۰ د مړينې پېښې په رسمي توګه ثبت شوې دي؛ خو داسې ښکاري چې ريښتني شمېرې تر دې زیاتې دي. د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په چټکۍ سره زیاتېږي او هيڅ داسې نښې نښانې نشته چې وښيي دا ناروغۍ تر کنټرول لاندې ده.
زموږ د وروستۍ سروې پر بنسټ، چې تفصیل يې د افغانستان اقتصادي راپور کې خپور شوی دی او د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو اقتصادي اغېزې پکې څېړل شوې دي، اټکل شوی چې د افغانستان اقتصادي ودې کچه به په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې حد اقل ۵،۵ سلنه کمه شي.
د کرونا ویروس له خپرېدو څخه د مخنيوي په موخه د تدابیرو او اقداماتو تر سره کول، د پولو د تړو او په لویو ښارونو کې په تګ راتګ محدودیتونه وضع کول د مستهلکینو د مصرف په کچې او د وارداتو په کچې کې ډېر کمی راوستی دی، چې د کورونو اړین توکي هم په کې شامل دي او له همدې امله انفلاسیون چټک شوی دی. په پولو کې د ستونزو له امله د صادراتو کچه را ټيټه شوې ده او همدارنګه له بهر څخه د پیسو رالېږلو کچه هم را ټيټه شوې ده.
بې وزلي د ډېرېدو په حال کې ده
د پڅې اقتصادې ودې په ترڅ کې او د کوویډ ۱۹ وبا له امله د ټولنې تر ټولو بې وزله او تر ټولو زیانمنونکو خلکو لپاره د معیشتي زمینو او د عاید د کمېدو پېښې زیاتې شوي دي.
د ملي عوایدو د کموالي او د قیمتونو د لوړوالي له امله په افغانستان کې ښايي د بې وزلۍ کچه په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ۷۲ سلنې ته لوړه شي ، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۵۵ سلنه راپور ورکړل شوی ده. بې وزلي به په لویه کچه پر هغو خلکو اغېز وکړي، چې کار او فعالیت يې د قرنطین له امله اغېزمن شوی، لکه پرچون پلورونکي، د ساختمانۍ برخې روز مزد کارګران، کروندګر او یا هغه کسان چې حضوري خدمتونه وړاندې کوي.
شاوخوا ۱۵ میلیون افغانان په هغه کورنيو کې ژوند کوي، چې د کورنۍ له نیمايي زیات عايد له همدې ډول ورځني کارونو څخه ترلاسه کوي. له دې ډلې څخه شاوخوا ۳۰ سلنه يې په ښاري سیمو کې ژوند کوي، چې د قرنطین شرایط پرې وضع شوې دي.
کوويډ ۱۹ ناروغۍ افغانستان په یوه ډېر سخت وخت کې وځپل
د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو بهیر ګډوډېدل او د مالیاتو د ورکړې له کمېدو سره یو ځای، په شدت د حکومت مالي سرچينې تر فشار لاندې راوستې دي او تمه کېږي، چې په روان کال کې د دولت د عوايدو کچه له ۳۰ سلنې څخه زیاته کمه شي، ځکه د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو او د اړتیا وړ لګښتونو د تامينولو له پاره، د نوو مالي سرچينو د تامينولو له پاره د بېړنۍ غوښتنه شته.
ان د کوویډ ۱۹ ناروغۍ تر خپرېدو مخکې هم د افغانستان اقتصادي وده ورو روانه وه او د خصوصي پانګوالو باور بېرته نه و ترلاسه شوی.
د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اقتصادي ودې منځنۍ کچه شاوخوا ۲،۳ سلنه و
موندنې ښيي، چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اقتصادي ودې منځنۍ کچه شاوخوا ۲،۳ سلنه و او تر ټولو ستر لامل يې د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل او د سیاسي اوضاع پر ثبات بې باوري ښودل شوې ده.
ډېری دغه بې باورۍ تر اوسه هم پر خپل ځای پاتې دي. د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په سپټمبر مياشت کې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د قدرت شریکولو په موخه په سیاسي هوکړه لیک کې د لیکل شوو مواردو پر پلي کېدو کار روان دی؛ خو په کلیدي وزارتخونو کې د لوړ پوړو چارواکو بدلون او تبدیلۍ، د حکومت کړنې ګډوډې کړې دي.
په داسې حال کې چې د امريکا متحده ایالتونو او طالبانو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی او د بشپړې سیاسي اوضاع د ایجادولو په موخه يې مستقیمو مذاکراتو ته لار پرانيستي ده؛ خو امنيتي وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې ده.
له زیانمنونکي نفوس څخه د ملاتړ په پار بېړني اقدامات، د اوږدمهال اقتصادي زیان محدودول، او عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو په پار چمتووالی
د زیانمنونکو کورنيو تر پوښښ لاندې نيولو له پاره ملاتړیزه بشري مرستې باید برابرې شي، ترڅو له دې لارې پر انساني ځواک لکه سمه تغذيه، روغتيا پالنې، زده کړې او عايداتي سرچينو باندې دوامداره پانګونه ترسره شي. که دغه یادو شوو مواردو ته رسېدنه و نه شي، د کوويډ ۱۹ ناروغۍ د منفي اغېزو لمن به لا پراخه شي.
د افغانستان حکومت او نړيوال همکاران يې باید د تر ټولو بې وزله خلکو لپاره د ټولنیز خوندیتوب په موخه تدابیر ونیسي، کوم چې په زیانمنونکو سيمو کې او په قرنطین شوو سیمو کې چې کاري فرصتونه په کې محدود دي، ژوند کوي. اړینه ده، چې لومړيتوب د اساسي خدمتونو برابرولو ته ورکړل شي، په ځانګړې توګه روغتيايي خدمتونو ته.
تمه کېږي، چې د دې وبا په دوران کې ډېری خصوصي شرکتونه خپل فعالیتونه په ټپه ودروي او یا د لنډې مودې له پاره وتړل شي. دا چې د حکومت مالي سرچينې محدودې دي؛ نو ځکه له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په پار لومړیتوب باید هغه سکټورونو او تشبثاتو ته ورکړل شي، چې د کار بندېدل يې دوامداره اقتصادي تاوانونه اړوي.
له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په پار تدابیر او اقدامات باید د سوداګرۍ او پانګونې چاپېریال پر اصلاحاتو تمرکز وکړي، چې له همدې امله کله چې اوسنۍ وبا پای ته رسېږي، نوو پانګونو ته زمینه برابره شي. دا کار پور ته د اسانه لاسرسي او متشبثینو ته د مالي سرچينو د تامينولو، د بنسټیزو زېر بناوو د ساتنې لکه د څښاک اوبو تامينول، د برښنا انرژۍ تامينول او مخابراتي خدمتونو ته د ډېر لاسرسي له لارې ممکن دی.
نړيوالې ټولنې ته اوس تر ټولو مهم لومړيتوب دا دی، چې د مالي ملاتړ له دوام او وړاندوينې څخه ډاډ ورکړي.
عادي حالت ته د افغانستان د بېرته ګرځېدو بهیر چټکتیا په لویه کچه په بهرنیو مرستو پورې تړلې ده
له هغه وخته چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د طالبانو پر وړاندې جګړه پیل شوه، افغانستان د خپل لړزانده اقتصاد د بیا غوړولو او ټولنیز ادغام له پاره په شدیده توګه د نړیوالو مرستندویو پر دوام متکي شو. په امنيتي او ملکي برخو کې، هر کال د شاوخوا ۸،۶ میلیارډ امريکايي ډالرو مالي مرستې تامينول، د هيواد په پرمختیا کې مهم رول ادا کړی او د میلیونونو افغانانو ژوند يې ښه کړی دی.
نړيوالې ټولنې ته اوس تر ټولو مهم لومړيتوب دا دی، چې د مالي ملاتړ له دوام او وړاندوينې څخه ډاډ ورکړي. له بده مرغه، د نړیوالو مرستو راتلونکی نه دی څرګند. د امريکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په اوږدو کې په دوامداره توګه د خپلو نظامي سرتېرو شمېر کم کړی دی او د لا ډېرو کمېدو اټکل يې کېږي. د نړیوالې ټولنې اوسنۍ مالي ژمنه د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پای کې ختمېږی او نړیوال شریکان به د روان کال په نوامبر مياشت کې خپلې نوې ژمنې اعلان کړي.
د کوويډ ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له امله د دولت د عوايدو کمېدل او د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو چټک کموالی به د حکومت د لومړني خدمتونو وړاندې کولو د وړتیا کمولو، د پراختيايي فعالیتونو کمرنګه کېدل او په راتلونکي کې د اقتصادي ودې د لا کمېدو لامل به شي.
افغانستان د کوويډ ۱۹ وبا د اقتصادي اغېزو د مخنيوي له پاره ډېر کار نه شوای تر سره کولی.
هغه څه چې يقيني ده، هغه دا ده چې د کرونا ویروس د اغېز کموالي او په اقتصادي برخه کې د بیرته په پښو درېدو له پاره د افغانستان او د نړیوالو شریکانو ترمنځ يې همکاري حياتي رول لري.
Join the Conversation