داسې وانګېرئ چې د هندوکش د غرو په لمنو کې لویېږئ. کورنۍ مو غنم کري او د مېوو باغ لري. تاسې هره ورځ مکتب ته ځئ او نه له یوازېتوبه ځورېږئ او نه له لوږې. په عین وخت کې تر ټولو نژدې صحي مرکز درنه یو ساعت لرې دی او بازار ته تګ تر یوه سفر هم ستونزمن وي - دا ټول موارد دي چې خدماتو ته لاسرسی یې محدود کړي؛ نو همدا لاملونه کیدای شي چې ځینې ټولګیوال به مو خپل د اړتیا شیان په آسانۍ سره ترلاسه نه شي کړلۍ.
اوس داسې کورنۍ تصور کړئ چې په اقتصادي لحاظ متوسطه ده او د کابل یا هرات د ښار په څنډو کې ژوند کوي. داسې ښکاري چې ګاونډیان مو د خوړو لپاره کافي خواړه لري، پیسې هم سپموي څو په هر فصل کې نوې جامې واخلي، او هر وخت د سفر او د خپلو خپلوانو د لیده کاته لپاره هم امکانات لري. خو تاسې په سختۍ سره د خوړو، جامو او د خپل کور د روښانولو لپاره پیسې پیدا کوئ. دا په افغانستان کې د ژوند واقعیت دی، په هغه ځای کې چې د کورنیو د ژوند شرایط تل له جغرافیايي او طبیعي شرایطو څخه اغېزمن کېږي.
په داسې وضعیت کې، د وړو کلیوالو سیمو د اوسېدونکو د هوساینې په کچه کې ډېر توپیرونه رامنځته کېږي چې بازار او خدماتو ته د لاسرسي په لاره کې له زیاتو ننګونو سره مخ کېږي. سره له دې هم، د بېوزلۍ د کچې په اړه داسې معلومات چې د کور په کور سروې پر اساس بنا وي، کم دي ځکه چې په افغانستان کې د کورنیو په اړه کره معلومات او ارقام تر لاسه کول ستونزمن دي او موږ د ولسوالیو او کلیو په کچه د افغانانو د هوساینې د کچې په اړه په زیاتو جزیاتو نه یو خبر.
په همدې وجه، نړیوال بانک د احصائیې او معلوماتو له ملي ادارې سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ نقشې برابرې کړي. په پام کې ده چې په لومړي ګام کې د کابل او هرات د ولایتونو د بېوزلو د سیمو نقشې ترتیب شي.
د بېوزلۍ نقشې څه دي؟
د بېوزلۍ نقشې د پالیسي جوړوونکو لپاره د مرستې مهمې وسیلې دي چې په دې وسیلو به وکړای شي چې د سیمو په کچه د بېوزلۍ جزییات تحلیل کړي او ویې ارزوي. دغه نقشې به پالیسي جوړوونکي په دې بریالي کړي چې د هېواد په زیان منونکو سیمو کې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي لپاره لا مطلوب پروګرامونه طرح او تطبیق کړي.
د بېوزلۍ نقشې ایستنې د کور په کور سروې معلومات او همدارنګه د نفوسو ارقام رانغاړي چې د معلوماتو له دې ترکیب څخه د کورنیو د هوساینې د کچې او د سړي سر لګښتونو د اندازې تر منځ د اړیکو یو ماډل جوړوي. .
دغه ماډل د کورنیو د مختلفو شاخصونو پر اساس، په فردي بڼه او د وګړو د اوسېدو له ځای سره په مطابقت کې تحلیل او ارزول کېږي. وروسته بیا دغه ماډل پر احصائيوي معلوماتو تطبیقېږي چې د هوساینې کچه له ټولو کورنیو سره تړاو پیدا کړي. بیا نو دغه معلومات په داسې بڼه برابرېږي چې د لیدلو وي او ورباندې د ټولنو تر منځ د بېوزلۍ توپیر څرګند شي.
د بېوزلۍ نقشې ایستنه تل پر احصائیوي معلوماتو تکیه کوي. افغانستان په هغو هېوادونو کې حساب دی چې تازه احصائیوي معلومات په کې نشته. په همدې وجه، د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې په لویه کچه کور په کور سروې پیل کړه چې اجتماعي – دیموګرافیکه او اقتصادي سروې بلل کېږي او په هر ولایت کې د کورنیو تقریباً نیمايي شمېر تر پوښښ لاندې نیسي څو د کورنیو په اړه تازه اجتماعي – اقتصادي معلومات راټول کړي. د امنیتي وضعیت د خرابۍ په وجه، ټاکل شوې ده چې په لومړي پړاو کې به دا سروې یوازې په ۱۳ ولایتونو یعنې کابل، کاپیسا، پروان، بغلان، بامیان، تخار، سمنگان، بلخ، غور، دایکندی، هرات، بادغیس، او نیمروز کې ترسره شي او په دې کې ځینې ولایتونه لا په پوره توګه نه سروې کېږي.
موږ په همدې شته معلوماتو د بېوزلۍ د نقشې یوه نمونه برابره کړه چې وپوهېږو د بېوزلۍ نقشې به د هغو سیمو په پېژندلو کې چې د افغانستان تر ټولو محروم وګړي په کې ژوند کوي، پالیسي جوړوونکو ته مطلوب ابزار وي او که څنګه. همدارنګه د احصائیوي معلوماتو په نه شتون کې او یوازې په افغانستان کې د بېوزلۍ د وضعیت د سروې ۲۰۱۶-۲۰۱۷ او د اجتماعي – دیموګرافیک او اقتصادي سروې له موندنو څخه په استفادې سره به دا نقشې د اجتماعي پروګرامونو لپاره ګټور وي که نه. موږ پر دوو ګڼ مېشتو او ښاري ولایتونو یعنې کابل او هرات چې دواړه په ګډه سره د هېواد د نفوسو څلورمه برخه رانغاړي، تمرکز کړی دی. د کره احصائیوي معلوماتو له نشتوالي سره سره، موږ وکولی شول چې د کابل او هرات په ولسوالیو کې او همدارنګه د افغانستان د ښاري سیمو په وړو واحدونو (د ښاروالۍ ناحیو) کې د بېوزلۍ اندازه اټکل کړو.
د بېوزلۍ نقشې ایستنې د کور په کور سروې معلومات او همدارنګه د نفوسو ارقام رانغاړي چې د معلوماتو له دې ترکیب څخه د کورنیو د هوساینې د کچې او د سړي سر لګښتونو د اندازې تر منځ د اړیکو یو ماډل جوړوي.
د بېوزلۍ نقشې د کابل او هرات د ولایتونو د اوسېدونکو د هوساینې د کچې په اړه څه راته وايي؟
د بېوزلۍ نقشې په ولایتونو کې د هوساینې د کچې یو متنوع تصویر څرګندوي (نقشه ۱) کله چې له ولایتونو څخه د ولسوالیو خوا ته حرکت کوو، د هوساینې او بېوزلۍ د حالت یو ترکیب به مو پام خپل کړي.
د بېوزلۍ د پراخوالي په وجه، د کابل او هرات ولسوالۍ (د دواړو ولایتونو د مرکزونو په شمول) د بېوزلو خلکو د تراکم ځایونه دي. د کابل په ولسوالیو کې بېوزلي ډېره زیاته نه ده خو دا چې په دې ښار کې د وګړو شمېر ډېر زیات دی نو بېوزلي وګړي هم په کې ډېر دي، لکه څنګه چې د کابل ولایت په مرکز کې تر یو میلیون زیات بېوزلي او غریب وګړي ژوند کوي. په همدې ډول، د هرات ولایت په مرکز کې هم د بېوزلۍ لوړه کچه وینو خو دا رقم د دې ولایت د نفوسو په تناسب د بېوزلۍ تر ټولو لوړه کچه راښيي چې تر ۳۲۰۰۰۰ تنو زیات ویل شوي دي.
د بېوزلۍ نقشې د پالیسیو په جوړولو کې څرنګه مرسته کوي؟
د بېوزلۍ د نقشو هغه لړۍ چې په افغانستان کې مو برابره کړې ده، په کابل او هرات کې په جغرافیايي لحاظ د بېوزلۍ د کچې په پوهېدا کې ګټوره ده او د دولت له پالیسي جوړوونکو سره مرسته کوي چې معقولې پرېکړې وکړي او زیاتې مالي سرچینې هغو سیمو ته ځانګړې کړي چې لا زیاته اړتیا ورته لري.
کولی شو د بېوزلۍ نقشې د اجتماعي هوساینې د پروګرامونو لپاره هم وکاروو چې په دې توګه اړمن وګړي د حمایوي پروګرامونو تر پوښښ لاندې راشي او هغه سیمې چې له ضروري خدمتونو څخه محرومې دي، ورڅخه برخمنې شي. د بېلګې په ډول، د مور او ماشوم د روغتیا پروګرامونه د هغو کورنیو لپاره چې تر دې دمخه له پامه غورځېدلې وې، د محیطي حفظ الصحې او د څښلو اوبو د برابرولو پروګرامونه د هغو سیمو لپاره چې هوساینه په کې کمه ده او د کلیولو سیمو د وګړو اړتیاوو ته په پام سره، د کرنیزو پورونو برابرول د زیان منونکو وګړو لپاره د معیشتي شرایطو د ښه والي بېلګې ګڼلی شو.
Join the Conversation