کرنه: د ځوانانو لپاره د غوره کاري فرصتونو رامنځته کول

This page in:

دوه دېرش کلنه پښتنه هغه بېوزله مېرمن ده، چې له خپل مېړه او پنځو نورو ماشومانو سره په هرات کې ژوند کوي. هغه د چرګانو ساتلو يو فارم لري. نوموړې د هغو کسانو له جملې څخه يوه مېرمن ده، چې د مالدارۍ او بڼوالۍ له ملي پروګرام برخمنه شوې ده، پرېکړه يې کړې وه، څو د فارم لرلو د روزنې کورس تعقيب کړي. هغه وايي: "زه پخوا ډېره بېوزلې وم، د داسې يو کس په څېر وم، چې له ستونزو سره د مخ کېدو وس مې نه لرله." پښتنې د خپلې روزنيزې دورې له پاى ته رسولو وروسته د هګيو شاوخوا ١٠٠ چرګوړي ترلاسه کړل او پر دې سربېره ورته د حيواناتو د واکسين امکانات او د تغذيې وسايل هم برابرشول. په پايله کې هغه په دې بريالۍ شوه، څو له دې جملې يې ٨٠ چرګوړي وروزي او اوسمهال له همدې لارې هره ورځ ٥٦٠ افغانۍ عايد ترلاسه کوي، چې د يادو پيسو له اندازې يې نيمې د خپلو چرګو لپاره د غذا پېرلو لپاره ساتي. 

Image
پښتنه، د مالدارۍ او بڼوالۍ له ملي پروګرام یوه ګټه اخیستونکې (۲۰۱۷)

هغه زياتوي: "د چرګو ساتلو له فارم ډېره منندويه يم او دغه راز د خداى د مهربانۍ هم شکر پر ځاى کوم. اوس د خپل ژوند لګښتونه پوره کولى شم او دغه راز د خپلې کورنۍ د راتلونکي ژوند لپاره هم روښانه فکر لرم." د کرنې په برخه کې د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کرنې احيا د افغان حکومت له لومړيتوبونو ګڼل کېږي او په دې ترڅ کې د نړيوال بانک ګروپ د سکټوري همکار په توګه د بېوزلۍ د راکمولو او دوامدار پرمختګ په برخه کې مهم رول لري. د زېږديز کال د اويايمې لسيزې تر وروستيو پورې افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو د توليد په برخه کې يو پرمختللى هېواد و او دغه راز د نړۍ د اړتيا وړ ٢٠ سلنه مميز يې نړيوالو بازارونو ته وړاندې کول. افغانستان د وچې مېوې په ځانګړي ډول د پستې د توليد په برخه کې ځانګړى ځاى درلود، چې د صادراتو په ډله کې يې وچه مېوه، مېږې، پشمي او د څرمنې صنايع شاملېدل. تېرو څو لسيزو دوامداره جګړو، له بده مرغه د افغانستان ډېرې کرنيزې زېربناوې له منځه وړې دي، خو د تېرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې د پښتنې په څېر او نورو بزګرانو په ژوندانه کې هيله بښونکي او مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر بنسټيزو پروژو، د فارمونو پر ټولنيز تنظيم، د فرصتونو او زيان منونکو مواردو پېژندل او داسې نورو ټکو تمرکز کولو سره د افغانستان په کرنې سکټور کې نوې مفکورې او نوښتونه زېږولي دي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير وايي:   "د تېرو پنځو کلونو په موده کې د هغو مهمو بدلونونو په رامنځته کولو سره، چې د کرنيزو فعاليتونو او لوري مشخص کولو په برخه کې ترسره شوي، زموږ له وزارت او نورو دولتي بنسټونو د ځواب ورکولو او هيلو کچه زياته شوې ده."نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "د نارينه او ښځينه بزګرو او مالدارو غوښتنې، چې د مېوې، سبزيجاتو او حيواناتو د روزنې په برخه کې د پرمختګ په اړه تګلارې او وړتياوې ترلاسه کړې، چې دغه کار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او زموږ د پېرېدونکو، يعنې بزګرانو ترمنځ د نوو اړيکو رامنځته کېدو لامل شوي دي."

په کليوالو سيمو کې د ځوانانو د نفوس د زياتېدو لړۍ غوره او نوو کارونو ته اړتيا لري
افغانستان به په راتلونکو کلونو کې په کليوالو سيمو کې "د ځوانانو په زياتېدو" سره د يوه غوره کاري ځواک شاهد وي. اوسمهال د هېواد د کليوالو سيمو ٤٦ سلنه نفوس له ١٤ کلونو کم عمره کسان تشکيلوي (ALCS ۲۰۱۳-۱۴) او پر دې سربېره په راتلونکو کلونو کې، د هغو کسانو شمېر چې بازار ته نوي وړاندې کېږي؛ په چټکۍ زياتيږي او دا وضعيت يوې اغېزناکې پاليسۍ او د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته اړتيا لري.

لکه څرنګه، چې د اقتصادي سکټور په يادښتونو کې، افغانستان کې د کرنې په برخه کې کار يادونه شوې، تر ٢٠١٨ کال پورې به شاوخوا نيم ميليون ځوان هلکان او شاوخوا ١٦٠٠٠٠ ښځې په عملي ډول د کار بازار ته وړاندې شي. په داسې حال کې، چې کرنه د افغانسان په کليو او بانډو کې د کار عمده سرچينه بلل کېږي، خو له يادې برخې د عوايدو ترلاسه کولو ٣٦ سلنه اټکل شوى، ځکه د کرنې د ډګر ډېرى بزګران هغه ځوانان دي، چې له کوم مزد او پيسو ترلاسه کولو پرته په خپلو کورنيو پټيو او کرنو کې په کار بوخت دي.  (١ شکل) دغه نوى نسل، لوستى او له خپلو مشرانو په مهارتونو کې ډېر مجرب دى. په پايله کې په افغانستان کې د پاليسۍ جوړوونکو او هغو کسانو پر وړاندې، چې د افغانستان د پرمختګ په برخه کې کار کوي؛ يواځينى ګواښ دا دى، څو نوي او مناسب کارونه رامنځته کړي، ځکه په ياد ډګر کې ناکامي د نوي بزګر نسل د رنځ لامل کېدلى شي، چې له دې امله هېواد له ډېرو ټولنيزو ناوړه پايلو سره مخامخ کېږي. 
Image
 
 د راتلونکې لار: د کرنې سکټور له لارې د ځوانانو لپاره د مناسب شغل رامنځته کول
په ځانګړي ډول ځوان بزګران ډېرى وخت د کرنې سکټور ته د کم لېواله او کم عايد لرونکي سکټور په سترګه ګوري. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې له خصوصي سکټور د خپل ملاتړ کچه زياته کړې او په دغه برخه کې يې دغه راز ډېر کسان مثبتو سياليو ته هڅولي او همدارنګه يې د دولتي او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ لړۍ د کرنيزو ارزښتونو له پلوه رامنځته کړې ده. دا ډول هڅې د دې لامل شوې، چې کرنه په افغانستان کې يو ځل بيا د کورنيو او بهرنيو پانګونه راجلب کړي.

د کرنې سکټور، کار ته د نوو راوتلو ځوانانو لپاره د مناسبو کارونو د رامنځته کولو او پرمختګ په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره، چې له پخوا راهيسې په خپلو پټيو او يا د کرنيزو محصولاتو په سوداګرۍ کې بوخت دي؛ ستر فرصتونه رامنځته کوي. نور فرعي سکټورونه لکه بڼوالي، د ډېرو عوايدو درلودونکي کښتونه او پټي لکه زعفران، وچه مېوه، د مېوو او نورو با ارزښته محصولاتو پروسس، د ډېرو فرصتونو د رامنځته کولو لامل کېږي.

خو پر دې ټولو سربېره بيا هم د ځوانانو ترمنځ د کرنيزو محصولاتو اړونده د سوداګريزې اوږدمهالې ګټې په اړه د پوهاوي کچه کمه ده. د حکومت، تمويلوونکو او خصوصي سکټور له لوري د سيستماتيکو او موخه لرونکو نوښتونو رامنځته کول کولى شي، هغه خنډونه له منځه لرې کړي، چې د کرنې د فعاليتونو سوداګرۍ په مخ کې پراته دي. دا ډول نوښتونه د دې لامل هم ګرځي، څو د ماشين الات او ټکنالوژۍ د پېرلو په موخه د پانګونې لګښتونو ته لاسرسى اسانه شي او دغه راز د فارمونو د ترلاسه کولو لپاره د پاليسۍ او ځمکې اړونده قوانين هم اسانه شي. د روزنې ترلاسه کول، غوره مهارتونه او د نورو له تجربو او کيسو زده کړه نور هغه څه دي، چې پښتنې ترلاسه کړي او دا ورته ارزښتناک کارونه دي.


Authors

Izabela Leao

Senior Rural Development Specialist, Agriculture and Food Practice

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000