په افغانستان کې د بایسکل چلونې نوې کرښې؛ پليو لارویانو او بایکسل چلوونکو ته د سړک او لارو مصؤنیت زیاتوي

This page in:
CIP Kandahar CIP Kandahar

د ۱۲ کلن کرامت الله او ملګرو لپاره یې د هغه سړک پر دوو غاړو د یو نیم متر په اندازه کښل شوې کرښې ډېرې په زړه پورې وې چې د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې تازه جوړ شوی و. په داسي حال کې چې هغوی به هره ورځ پر همدې لار ښوونځي ته تلل، خو له دې څخه وړاندي یې ددغه سړک څنډو ته د کرښو په مرسته هغه بېله شوې لار نه وه لیدلې چې په منځ کې یې د بایسکل تصویر پر انځور شوی و. د کرامت الله له خپلوانو یو تن چې له کابل څخه راغلی و، هغه ته وویل چې دغه لار او کرښې "د بایسکل چلونکو د ځانګړې لارې" په نوم یادېږي، او پر دې ځانګړې لار بایسکل چلوونکي تګ – راتګ کوي.

د بایسکل د  کرښې موضوع د کندهار په اوومه ناحیه کې د ښاریانو ترمنځ په یو تاوده بحث بدله شوې ده. اوس بایسکل چلوونکي له دې امله ډېر خوشاله دي چې اوس هغوی کولای شي په قانوني توګه د سړک هغه برخه وکاروي چې د دوی د تګ – راتګ لپاره ځانګړې شوې ده.  د هغوی په باور دغه ځانګړې لار به د هغوی لپاره د بایسکل چلولو پر مهال د هغوی د لاډېر خوندیتوب لامل شي.  

په دې اړه کرامت الله وايي: "زه له هر هغه چا مننه کوم چې دغه ښه کار یې کړی دی. پر سړک د بایسکل د لارې جوړېدل بیخي زموږ د لا مصؤنیت سبب شوی دی، او هره ورځ یې پر سړک زموږ تېرېدل راتېرېدل لاآسانه کړي دي. ددغه سړک له جوړېدو سره د دې ګردې سیمې څېره بدله شوې ده.  اوس دا سیمه یوه تازه او نوی ځای ښکاري؛ دوړې او خاورې کمې شوې دې، او زموږ تګ – راتګ آسانه شوی دی".  

په افغانستان کې یو پر څلورمه برخه خلک ښوونځي یا کار ته د تګ لپاره له بایسکل څخه ګټه اخلي. دا ډېری هغه د لږ عاید لرونکي خلک دي چې نشي کولای ځانته موټرسایکل یا موټر واخلي

په افغانستان کې یو پر څلورمه برخه خلک ښوونځي یا کار ته د تګ لپاره له بایسکل څخه ګټه اخلي. دا ډېری هغه د لږ عاید لرونکي خلک دي چې نشي کولای ځانته موټرسایکل یا موټر واخلي، په داسي حال کې چې د څو کلونو راهیسي د افغانستان په ښارونو کې بایسکل چلونه د څو لاملونو له مخې ډېره خطرناکه او خوندي نه ده.

لومړی لامل یې دا دی چې د جګړې دوام او څلوېښت کلونو ناامنیو د سړکونو بنسټونه په ژوره توګه اغېزمن کړي دي، او په ځینو ځایونو کې سړکونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي، چې له همدې امله د ټرافیکي، په ځانګړې توګه د بایسکل چلونکو ټرافیکي پېښو کچه ډېره لوړه شوې ده. 

Image
CIP Kandahar story

دویم لامل یې دا دی چې په افغانستان کې د نقلیه واسطو شمېر خورا زیات لوړ شوی دی. شمېرنې ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د نقلیه واسطو شمېر نږدې درې برابره شوی دی، او له ۶۶۰۰۰۰ څخه ۱.۶ میلیونه ته لوړ شوی دی. دغه شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي. په لارو او سړکونو کې د ټرافیکي قوانینو پلي کېدنه هم ډېره کمزورې ده. ټرافیکي قوانینو او اصولو ته نه پاملرنه د بېځایه تېز چلونې او پېښو لامل شوې ده، او پر لارو او سړکونو د مرګ - ژوبلو د ډېرښت لامل شوې ده. 

د کندهار په ۷­مه ناحیه کې د دغه ۳ کیلومتره سړک جوړېدل د هغو هڅو یوه برخه ده چې له مخې به یې معیاري سړکونه جوړ شي، تر څو دا کار په افغانستان کې د لارو او سړکونو د مصؤنیت او خوندیتوب لامل شي.

پر دغه سړک د بایسکل چلوونکو پر کرښو سربېره یاد سړک د پلیو کسانو لار، ټرافیکي څراغونه او د سړک د غاړو ویالې هم لري. د پليو کسانو لپاره لارې د پلیو انسانانو له خوځښت او د سړکونو د حالت له ښه کېدو سره مرسته کوي . د ټرافیکي نښو شتون له سړک څخه د ټولو تېرېدونکو کسانو له خوندیتوب سره مرسته کوي. د سړک د غاړې ونې او ویالې د سړک د عمر له دوام او ډېرښت سره مرسته کولای شي.

نور ورته سړکونه هم په هرات، جلال آباد، خوست، کندهار او مزارشریف ښارونو کې، په ښارونو کې د پانګونې پروګرام له لارې د جوړېدو په حال کې دي.

دغه طرحه په ښارونو کې د پانګونې پروګرام له لارې د نړیوال بانک د پروژو له ډلې څخه یوه پروژه ده او د افغانستان د بیارغونې د صندوق او د نړیوالې پراختیا ادارې (IDA) له لورې یې مالي مرسته او ملاتړ کېږي.

نور ورته سړکونه هم په هرات، جلال آباد، خوست، کندهار او مزارشریف ښارونو کې، په ښارونو کې د پانګونې پروګرام له لارې د جوړېدو په حال کې دي.  د دغو سړکونو په طرحه او جوړښت کې د اړوندو سیمو د اوسېدونکو له مشورو څخه هم ګټه اخیستل شوې ده. لکه څرنګه چې د کندهار ښار په ۷­مه ناحیه کې دغه سړک د کرامت الله او د هغه د کورنۍ له خوا وستایل شو، په همدې شکل دا نور نوي جوړېدونکي سړکونه هم داسي ځانګړتیاوې لري چې د ګټه اخیستونکو لاخوندیتوب او په ورته وخت کې د سړکونو د لاډېر دوام لامل کېږي.

 

Image
CIP Kandahar

د دغو سړکونو د جوړېدو پروژې په اړوندو سیمو کې د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل هم کېږي. ټولې دغه پروژې ځايي شرکتونو ته ورکړل شوې دې.  دغه شرکتونه له ځايي کارکوونکو څخه ګټه اخلي، او همداشان تر هغه چې امکان ولري د سړک د جوړېدو لپاره له هغو خامو توکو څخه ګټه اخلي چې په هماغه سیمه یا ځای کې شته والی ولري. هغه ارزونې چې د پروژو تر پلي کېدو وروسته ترسره شوي دې، ښيي چې له یادو پروژو څخه ګټه اخیستونکي د خپلو سیمو د شرایطو د ښه والي، او همداشان د موټر پر ځای له بایسکل څخه د ګټې اخیستنې د دودېدو له امله خوښ دي او د دغو کارونو هرکلی یې کوي.


Authors

Tahir Akbar

Senior Disaster Risk Management and Resilience Specialist

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000