د نړیوال بانک نوې نظر پوښتنه: په افغانستان کې د ژوند د شرایطو انځور

|

This page in:

انځور
New World Bank study: A snapshot of living conditions in Afghanistan
Photo credit: World Bank / Rumi Consultancy

عبدالله پخوا د پوليسو افسر و، خو اوس د افغانستان په ختيځ پکتيا ولايت کې پر خپله ځمکه کې په زراعت او کر کیله  بوخت دی.   اقتصادي ناورین هغه سخت ځپلی ده او وچکالۍ د دې ناورین اغیزې لا پسې زیاتې کړې دي. د نوموړي په عوایدو کې د پام وړ کمښت راغلی دی او د هغه د عوایدو سرچینې اوس د پخوا په پرتله لږ باوري دي. هغه د خپلې کورنۍ د لګښت په پوره کولو  کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او ډیری وخت اړ کیږي چې د څلوریشتو ساعتونو په اوږدو کې یو ځل د خوراک لپاره څه ترلاسه کړی.

د عبدالله ژوند د میلیونونو افغانانو د ژوند د شرایطو انځور وړاندې کوي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې را په دې  خوا ورسره لاس او ګریوان دي. هغه د زرګونو نورو هېوادوالو په شان په هغه ټیلفوني سروې کې برخه واخیسته چې د نړیوال بانک لخوا د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر او دېسمبر تر منځ ترسره شوې وه.

"د افغانستان د هوساینې د څار سروې" د افغانستان له یو شمېر هغو کورنیو سره مرکې کړې، چې پخوا یې د احصایې او معلوماتو په ملي سروې کې برخه اخیستې وه. د کورنیو دغه راټول شوي ارقام او معلومات ښیي چې اقتصادي ستونزې، د عوایدو کمښت او د خلکو د هوساینې اړوند نورې ستونزې په ټوله کې د هیواد د عمومي اقتصادي حالت د شدید ناورین له کبله رامینځ ته شوي دی، دا په دې مانا ده چې د طالبانو لخوا ترسره شوي اقدامات د دې شرایطو په رامینځته کېدو کوم خاص اغېز نه درلود.

 

عواید په ډراماتیک ډول راټیټ شوي، له هرو پنځو مرکه کوونکو څخه څلورو یې د مرکې د تېرې میاشتې په پرتله په عوایدو کې د پام وړ کمښت راپور ورکړی.

د کار په لټه کې

نږدې ټول نفوس د دندې او کار په لټه کې دي. په دې حالاتو کې هېڅوک له کار پرته خپل ژوند په سمه نه  شي پرمخ بیولی. د بیکارۍ کچه لوړه شوې او د هغو خلکو شمېر هم لوړ شوی چې په آزادو او غیررسمي کارونو بوخت دي. عواید په ډراماتیک ډول راټیټ شوي، له هرو پنځو مرکه کوونکو څخه څلورو یې د مرکې د تېرې میاشتې په پرتله په عوایدو کې د پام وړ کمښت راپور ورکړی. په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د کارکوونکو او کارګرو معاشونه په خپل وخت نه ورکول کیږي. ډیری کارکوونکي له بانکونو خپل معاشونه نه شي اخیستلای. دولتي سکتور د ستر ناورین سره مخ دی. په امنیتي او اداري برخو کې د کارکوونکو شمېر ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. په دغو دوو سکتورونو کې د کارکوونکو شمېر دوه پر درېیمه برخه کم شوی دی. ډیری وړ خلکو غیر رسمي یا ورځنیو کارو ته مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې، د روغتیا او پوهنې د کارکوونکو په شمېر کې کوم خاص کمښت نه دی ترسترګو شوی.

انځور
عکس: بانک جهانی

لوږه  

ډیری خلک د لوږې سره لاس او ګرېوان دي ځکه پیسو ته لاس رسی کم شوی او په نرخونو کې د پام وړ لوړوالی راغلی. د سروې ځواب ویونکو راپور ورکړی چې د دوی کورنۍ د لومړنيو خوراکي او غیر خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان نلري،  د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په پرتله اویا سلنه په قیمتونو کې لوړوالی راغلی دی. د اقتصادي ناورین اغېزې د وچکالۍ له امله لا پسې زیاتې شوي دي، چې په پایله کې د داخلي خوراکي توکو تولید کم شوی او بیې یې لوړې کړې دي. کابو د کورنیو ټولو مشرانو د پخلي غوړیو، اوړو او غنمو د بیو د لوړوالي خبر ورکړی او (ډوډۍ) یې د خوراکي رژیم اړین توکی بللی دی. د دې ستونزې سره د مقابلې په پار، کورنۍ اړ شوې چې د خواړو شمېر او اندازه کمه کړي او ټیټ کیفیت لرونکي خواړه وخوري.

.

انځور
عکس: بانک جهانی

د سروې په وخت کې، کورنیو د محدودو ټولنیزو مرستو د ترلاسه کولو پخلی کړی او ویل يې دي چې یادو مرستو یوازې د دوی لومړني لګښتونه پوره کړي دي.  پنځه سلنه کورنیو د پیسو د ترلاسه کولو راپور ورکړی، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې راپور شویو کسانو نېمایي شمېره جوړوي. اتیا سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې دوی یو ډول مرستې ترلاسه کړي.  ډیری مرستې چې دغو کورنیو ترلاسه کړي د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو غیر دولتي موسساتو لخوا ترسره شوي دي چې د بیړنیو مرستو د یوې برخې په توګه خوراکي توکي ویشي.

په ښاري سیمو کې ځواب ویونکو په منځنیو ښوونځیو کې د نجونو د حضور کمښت د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو ته منسوبوي.

د بنسټیزو عامه خدمتونو ساتنه

په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې اقتصادي ترېنګلتیا د کورنیو پر هوساینې منفي اغیز کړی، نو د روغتیايي او پوهنېزو خدمتونه وړاندې کول یې هم له خنډ سره مخ کړي دي.

د سروې له مخې، د هغو کورنیو شمېر چې ماشومان او نجونې یې ابتدايي ښوونځیو ته لاسرسی لري د ۲۰۱۹ کال د مني په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی. په هرصورت، هلکان کولای شي لومړني او منځني ښوونځیو ته لاسرسی ومومي، په داسې حال کې چې په کلیوالو سیمو کې بیا نجونې یوازې د ښوونځي لومړنۍ دورې ته لاسرسی لرلای شي. په کلیوالي ښوونځیو کې د زده کوونکو د ګډون زیاتوالی، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، کېدای شي په امنیتي وضعیت کې د ښه والي په مانا وي؛ خو له بل لوري بیا په ښاري سیمو کې ځواب ویونکو په منځنیو ښوونځیو کې د نجونو د حضور کمښت د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونو ته منسوبوي.

انځور
عکس: بانک جهانی

د نړیوالو مرستو ځنډېدل د افغانستان د عامې روغتیا د سیستم تداوم له ګواښ سره مخ کړی او د سقوط وېره یې راپارولې. په هرحال، د سروې موده چې د اکتوبر نه تر دسمبره وه، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی په پراخه کچه ښه ښودل شوی دی.  ٪۹۴ څلور نوي سلنه هغو کسانو چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا درلوده راپور ورکړی چې دوی کولای شي په خپلو ښارونو، کلیو او سیمو کې دولتي یا خصوصي روغتیايي مرکز ته پرته د کوم جنسیتي تبعیض لاس رسی ومومي. د سروې پایلې ښیي، په داسې حال کې چې ډیری افغانان لاهم غیر رسمي کار موندلای شي او لومړني عامه خدمتونو ته لاسرسی لري؛ خو بیا هم عمومي وضعیت خورا نازک دی. د خوړو خوندیتوب شاخصونه د هوساینې اغیزو کې د پام وړ کمښت په ګوته کوي. که چیرې روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه د پخوا په شان اجرا نه شي؛ نو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی په جدي ډول کمېدای شي. 

د افغانستان د هوساینې سروې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې په ټیلفوني بڼه ترسره شوې ده. د دې سروې بشپړې پایلې او میتودولوژي دلته شته. 

 

په سروې کې د ځواب ورکونکو نوم د دغه متن موخو ته په کتلو بدلون موندلی..

Authors

Erwin Knippenberg

Economist-Young Professional

Ghazala Mansuri

Lead Economist, Poverty Reduction & Equity Group, World Bank

Join the Conversation