د وړ او متخصصو کارکوونکو استخدام د تدارکاتو په برخه کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د هڅو د پیاوړتیا لامل ګرځي

This page in:
With support from the Afghanistan Reconstruction Trust Fund, the Afghan government is taking steps to professionalize procurement and improve capability in ministries and other government institutions.
د افغانستان د بیا رغونې صندوق په ملاتړ، د افغانستان دولت په پام کې لري، څو په وزارتونو او اړوندو ادارو کې د تدارکاتو په برخه کې د  کارکوونکو د ظرفیت د پياوړي کولو لپاره د اړتیا وړ کړنې ترسره کړي.  انځور: د تدارکاتو ملي اداره/ نړیوال بانک

په بیلابیلو کاري بستونو کې د مسلکي مهارتونو ( زدکړه، تجربه او نور کاري ځانګړتیاوې) پر بنسټ، پر شرایطو برابر کسانو د ګمارنې بهیر د ملکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دولت د ډله ییزو ګمارنې پروګرام د پلي کولو لپاره یو مهم اصل ګڼل کیږي. اوسمهال دا بهیر د ملکي خدمتونو او دولتي تدارکاتو د سمون د پروګرام د یوې برخې په توګه، په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ظرفیت جوړونې د پیاوړتیا په موخه جریان لري. تمه ده، چې د دې پروګرام د پلي کولو په لومړي پړاو کې، د ۲۰۱۷ کال تر پایه شاوخوا ۷۰۰ ښځې او نارینه، چې پر شرایطو برابر وي، په دندو وګمارل شي.

د ګمارنې اوسنۍ بهیر، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون لخوا پر مخ وړل کیږي، په بشپړ ډول د دولت د هغه هڅو، چې د مسلکي ګمارنې په برخه کې یې کړي او د وزارتونو او نورو دولتي ادارو د ظرفیت لوړونې په برخه کې روانې دي؛ همغږي دي او د هغه پر بنسټ په مخ وړل کیږي. د تدارکاتو د برخې لپاره ګمارنه، پر شرایطو برابر کسان د یوې کره او رڼې پروسې له لارې د ډله ییزې ازموینې وروسته ترسره کیږي، چې په دې بهیر کې ۷۸۰۰ تنه کسانو ګډون کړی وو.

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ګمارنې د پروسې د پلي کولو په موخه
د تدارکاتو له ملي ادارې سره په هر اړخیز ډول تخنیکي خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت له دې ادارې سره د آزموینې د اخیستلو په برخه کې مرسته کوي.

د تدارکاتو ملي اداره دتدارکاتو په برخه کې د متخصصو کسانو د ګمارنې او جذبولو، د وزارتونو او نورو دولتي ادارو د تدارکاتو د څانګو د اداري جوړښتونو د سمون او بیارغونې مسوولیت پر غاړه لري. په افغانستان کې د تدارکاتو د اداري جوړښتونو او تشکیلاتو د بیارغونې لړۍ طرحه جوړه او پیل شوې او اوسمهال د تدارکاتو شاوخوا ۴۲ اداري جوړښتونه بشپړ او وروستي شوي دي.

د دې بهیر له لارې به د بیلابیلو وزارتونو د ۶۹۷ بستونو لپاره پر شرایطو برابر کسانو د ګمارنې زمینه برابره شي او وړ کسان به ورته وټاکل شي. دا بهیر نه یوازې د یادو شویو بستونو لپاره پر شرایطو برابرو کسانو د ګمارنې او غوراوي کې ګټور دی، بلکې د دې بهیر له لارې د هغه نورو ځواکمنو کاندیدان نوم لړ هم وپیژندل شوو، چې کیدای شي، په راتلونکو پړاونو کې ورته د ګمارنې فرصت برابر شي.

د دې اصلاحاتو د پلي کولو په موخه ټولې هڅې د د پایلو پر بنسټ د ظرفیت لوړونې برنامې او د دولت د مالي مدیریت د اصلاحاتو برنامې لخوا یې ملاتړ کیږي. دواړه پروژې د افغانستان د بیارغونې صندوق لخوا، چې د نړیوال بانک لخوا پر مخ وړل کیږي، تمویلیږي.

د کار غوښتونکي او هغه غوره کاندیدان، چې د تدارکاتو د کانکور آزموینه یې په بریالیتوب پای ته رسولې، د مصاحبې لپاره راغوښتل کیږي. په دې ډول، هغه کاندیدان، چې د ګمارنې دغه دوه پړاونو څخه وروسته وړ ګڼل شوي، وزارتونو او اړوندو ادارو ته د خپلو دندو د پیل کولو په موخه ور پیژندل کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې د کار له هغه غوښتونکو څخه، چې له آزموینې وروسته په ۵ او ۶ ډلو کې راغلي، ورنه مرکه نه اخیستل کیږي. په لوړو بستونو ۲ او ۳ بستونو (ریاست او آمریت) کې د مصاحبو وروستی پړاو او د کاندیدانو ټاکنه جریان لري.

همدا رنګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون او د تدارکاتو ملي اداره په پام کې لري، څو د تدارکاتو د څانګې د پیاوړتیا او ظرفیت جوړونې په موخه یو شمیر تدابیر او لارې چارې د زده کړو او د مهارتونو په پراختیا، د تدارکاتو په انستیتوت کې ظرفیت جوړونه او د تدارکاتو لپاره نصاب ( کوریکلوم) په خپلو کاري برنامو کې په پام کې ونیسي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو د کارکونکو د قانون پر بنسټ، ټول بستونه په لاندې ۵ ډلو ویشل کیږي:

  • لومړۍ ډله: ستر رهبري بست، چې په کې ۱ بست ( عمومي ریاست) او ۲ بست (آمریت) شامل دي
  • دویمه ډله: ستر رهبري مسلکي بست، چې په کې ۱ او ۲ بستونه شامل دي
  • دریمه ډله: د نیمه مسلکي مدیریتي بست، چې په کې ۳ او ۴ بستونه ( مدیریت، د بیلابیلو څانګو مسؤولین، ستر کارپوهان) شامل دي.
  • څلورمه ډله:اجراییوي کارکوونکو او مامورینو بست، چې په کې ۵ او ۶ بستونه ( مسلکي او تخنیکي مامورین) شامل دي.
  • پنځمه ډله: قراردادي او د اجیرانو بستونه، چې په کې ۷ او ۸ بستونه ( غیر مسلکي/غیر تخنیکي مامورین او مرستندویه کارکوونکي) شامل دي.

Authors

Anand Kumar Srivastava

Senior Procurement Specialist

Ahmad Shah Naqshbandi

Procurement Cadre and Employee Professionalization Director, National Procurement Authority

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000