په افغانستان کې له کوویډ-۱۹ رامنځته شوې بېوزلۍ کابو کول

This page in:
?? ???????? ????? ?? ????? ?????? ?? ?? ???? ???? ????? ???? ?? ? ?????? ??? ?? ?? ??? ???? ???? ???. یک دوکاندار افغان که عواید روزانه اش به دلیل شیوع ویروس کوید ۱۹ و قرنطین شهر ها به شدت صدمه دیده است.

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدا هغه مهال پيل شوه چې افغانستان د اوږدې جګړې، سیاسي بې ثباتۍ او د سولې د یوه سست بهير له کبله له ننګونو سره لاس او ګرېوان و.‌ په داسې شرایطو کې او د افغانستان زيانمنونکي روغتيايي سیستم ته په کتو،‌ د دولت لپاره دې لومړیتوب لره چې د کووید-۱۹ ناروغۍ د بحران د مخنيوي لپاره چټک ګامونه واخلي. په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ هېوادونه د ګرزبنديزونو له منفی اقتصادي عواقبو سره مبارزه کوي، د دې کړکېچ ناوړو اقتصادي اغېزو د افغانانو د ژوندانه ستونزې لا ډېرې کړي.

هغه بندیزونه چې حکومت له مارچ میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې پلي کړي د دې سبب شوي چې ‌ډېری خلک خپل کار و بارونه له لاسه ورکړي، کاري ورځې کمې شي او په ټوله کې د دندو خونديتوب راکم شي. د کابل یو ۶۵ کلن اوسېدونکی چې پخپله هم بیکاره دی، په خواشینۍ سره وايي: “زما زوی به د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ [د تقریباً ۲۶ ډالرو معادل] ګټلې، خو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر خپرېدا وروسته وزګار شوی دی. زما دوه زومان د خوراکي توکو په برابرولو کې راسره مرسته کوي. له دې پرته نور هېڅ عاید نه لرو."

نژدې ۱۵ میلیونه افغانان چې ۲ میلیونه کورنۍ دي، په مشخص ډول د ګرزبنديزونو او قرنطین له امله له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ دي.

ځینې افغانانو چې دوامدار او باوري عاید نه لره، اړ شول چې د خپل کور سامان خرڅ کړي او د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابر کړي. د لغمان ولایت یو ۴۰ کلن اوسېدونکی چې د موبایلونو د خرڅلاو دوکان یې چلوه، وايي: "ما څه موده مخکې خپل کشر ورور ته په ۱۲۰۰۰ افغانۍ [تقریباً د ۱۵۵ ډالرو معادل] يو ټلېفون واخیست. وروسته مې بېرته په ۱۱۰۰۰ افغانۍ خرڅ کړ ځکه پیسې مو نه لرلې چې خپلې کورنۍ ته پرې خواړه واخلو." دا هغه ویرې او اندېښنې په ډاګه کوي چې خلک يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دې بحران د ژورتيا او د دوی پر ژوندانه يې د اغېزو په اړه لري.

په افغانستان کې د کورنۍ د شرایطو د نوې سروې د معلوماتو پر اساس، نژدې ۱۵ میلیونه افغانان چې ۲ میلیونه کورنۍ دي، په مشخص ډول د ګرزبنديزونو او قرنطین له امله له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ دي.  دغه کورنۍ لږ تر لږه د خپل عاید نیمايي برخه له وړو کار و بارونو لکه دوکانداري، د سړک پر غاړه د شیانو خرڅولو، په ساختماني برخو کې د ورځني کار، کرنې یا مزدورۍ له لارې تر لاسه کوي. ډېری کورنۍ له خپلو هغو غړو چې په ګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان کې کار کوي پيسې ترلاسه کوي او پر همغې خپل ژوند مخته بيايي. دا په داسې حال کې ده چې دا هېوادونه هم له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

موږ په افغانستان کې د کورنيو د لګښتونو له سروې د تر لاسه شویو معلوماتو پر اساس ځينې اټکلونه رامنځته کړل. په افغانستان کې د کورنۍ د شرایطو سروې هغه شمېرې او معلومات رانغاړي چې د کورنیو د عوایدو او لګښتونو د اندازې او د هغوی د اقتصادي – اجتماعي ځانګړنو په اړه له داسې نمونې تر لاسه شوي دي چې د هېواد د ډېری کورنیو استازیتوب کولی شي. دغه معلومات په هېواد کې د وګړو د سوکالۍ او د بېوزلۍ د شاخصونو د موندلو اصلي سرچینه ده.

Image
????: ?? ????????? ?? ? ????? ? ?????? ? ???? ?? ???? ? ?????? ???? ???? -????/ ???? ALCS
منبع: په افغانستان کې د کورنۍ د شرایطو د سروې پر اساس د نړیوال بانک اټکل -۲۰۱۶/ ۲۰۱۷ ALCS

د دې اټکل نتیجه را ښيي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدل به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه، چې تر دې پخوا هم لوړه وه، څو وارې زیاته کړي. زموږ محاسبو را وښوده چې د بېوزلۍ کچه به، چې اوس ۵۴.۵ سلنه ده، تر ۷۲ سلنو پورې زیاته شي  (لومړي شکل ته وګورئ). د دې اغېزو د محاسبې لپاره، نړیوال بانک د درې بېلابېلو سناریوګانې اټکل کړی دي.

د لومړۍ سناریو په اساس به کورنی ناخالص توليد د خدماتو په سکتور کې منفي ۷.۵ سلنه او د صنعت په سکتور کې منفي ۳ سلنه راکم شي، او د هغو کورنیو د عوایدو په کچه کې چې په دې سکتورونو کې کار کوي همدومره کموالی راولي، یانې د کورنیو عواید به په دې سکتورنو کې په ترتیب سره په اوسط ډول ۵۶ سلنه او ۶ سلنه راکم شي.

پر دې سربېره، له بهر څخه د را استول کېدونکو پیسو کچه د دې بحران د اوج پر مهال (له اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې) ۵۰ فیصده کمه شوې ده.

 محاسبو را وښوده چې د بېوزلۍ کچه به، چې اوس ۵۴.۵ سلنه ده، تر ۷۲ سلنو پورې زیاته شي

په دوهمه او دریمه سناریو کې، له اپرېل څخه تر جون پورې له ټولو زیانمنونکو فعالیتونو څخه د کورنیو د عوایدو کچه په ترتیب سره ۵۰ فیصده او ۷۵ فیصده کموالی ښيي. د درې واړو سناریوګانو پر بنسټ، د روان زېږدیز کال په پاتې میاشتو کې د کورنیو پر عوایدو باندې د دې بحران اغېزې یو څه کمې اټکل شوې دي چې هغه هم د دې بحران په لومړیو دریو میاشتو کې د ګرزبندیزونو او قرنطین له وجې راولاړې شوې لویې اغېزې ښيي. د يادونې وړ ده چې د درې واړو سناریوګانو په رامنځته کولو کې له اپرېل څخه تر جون میاشتو پورې د خوراکي توکو د بیوو ۲۰ فیصده لوړېدل هم محاسبه شوي دي.

Image
????: ?? ????????? ?? ? ??????? ? ?????? ? ???? ?? ???? ? ?????? ???? ? ????????? ???? -????/ ???? ALCS
منبع: په افغانستان کې د ژوندانه د شرایطو د سروې پر اساس د نړیوال بانک د کارمندانو اټکل -۲۰۱۶/ ۲۰۱۷ ALCS

دغه تحلیل همدارنګه ښيي چې د بېوزلۍ اغېزې به پر ټولو وګړو په نا متوازن ډول رامنځته شي. سره له دې چې د کوویډ-۱۹ د بحران په وجه ښاري او کلیوالې سیمې دواړه په پام وړ اندازه اغېزمنې شوې دي، خو د خورا بدې سناریو پر اساس به د ښارونو کارګران تر ټولو زیاتې ستونزې وګالي (دوهم شکل ته وګورئ). د شتمنو کليوالي کورنيو د لګښتونو کچه، د خدمتونو په سکتور (یانې دوکانداري، ترانسپورت، او نورو) کې د دوی د بوختیا او تر یوه حده د خوراکي توکو د بیوو لوړېدو له امله، کمه شوې ده.

د دې بحران د اغېزو شدت پر هغو کورنیو باندې چې ښځې او نجونې یې وظیفې لري، له هغو کورنیو سره یو شان دی چې یوازې نارینه یې کار کوي. د نورو زیانمنونکو ټولنیزو ډلو په منځ کې، داخلي بې ځایه شوې کورنۍ او راستنېدونکي ډېرې زيانمنې شوي.  سره له دې چې دوی د هېواد د وګړو لږه برخه جوړوي (په ترتیب سره ۲ فیصده او ۱۱ فیصده)، خو په دې کورنیو کې د بېوزلۍ زیاتېدا د هېواد په کچه د بېوزلۍ د زیاتېدو تر اوسط پورته ده. د خورا بد حالت په سناریو کې د بې ځایه شویو کورنیو د بېوزلۍ کچه له ۴۶ فیصدو څخه ۶۹ فیصدو ته لوړېږي، حال دا چې د راستنو شویو کورنیو د بېوزلۍ کچه له ۵۳ فیصدو څخه ۷۵ فیصدو ته پورته کېږي.

د ټولنیز خوندیتوب د شبکې نه شتون د بېوزلۍ په دایره کې د زیانمنونکو کورنیو د پرځېدلو خطر لا زیات کړی دی.

د کورنیو د عوایدو ناڅاپي کمېدل او د جبران لپاره یې د بدیلو لارو نه شتون به بالاخره کورنۍ مجبورې کړي چې تاواني لارو چارو ته مخه کړي، لکه د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د لګښتونو کمول، د خوړو د لګښتونو کمول او د کور د مالونو خرڅول.

محاسبې ښيي چې د کور د مالونو خرڅول په اوسط ډول ممکن د یوې کورنۍ د یوازې دوه میاشتو ضروري لګښتونه پوره کړي، خو دا کار دوی په راتلونکي کې له ګټې وټې او د نویو مهارتونو له زده کړې محروموي. د ټولنیز خوندیتوب د شبکې نه شتون د بېوزلۍ په دایره کې د زیانمنونکو کورنیو د پرځېدلو خطر لا زیات کړی دی.

د خلکو د ژوندانه پر شرایطو د دې بحران د ویجاړوونکو اغېزو د کمولو او د افغانستان د پراختيايي بریاوو د ساتنې لپاره، چې په سختۍ تر لاسه شوې دي، نړیوال بانک په دې وروستيو کې په دې هېواد کې د روغتيايي سیستم پياوړي کولو او مالي او اقتصادي اصلاحاتو د راوستو لپاره‌ ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالر وړيا مرسته تصویب کړې. نړیوال بانک همدارنګه ژمن دی چې له افغان دولت سره په ګډه پر روانو پراختيايي پروژو بیا کتنه وکړي او له دې لارې د کوویډ-۱۹ د بحران کابو کولو او د هېواد د اقتصادي بیارغونې په برخه کې اړينې چارې عملي کړي.

د اقتصادي بیارغونې او افغانانو د ژوندانه د وضعیت ښه کولو لپاره اړینه ده چې دا ډول پروګرامونه او پالیسۍ پلې شي.

همدارنګه د نړيوالې پراختيا ادارې او د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۴۰۰ میلیونو ډالرو بله وړيا مالي مرسته د پراختیا پالیسۍ د مشوقو پروګرام لپاره برابره کړې ده. افغان دولت به دا مالي مرسته د مهمو عامه خدمتونو پر وړاندې کولو، د پانګونې او سوداګرۍ د محیط پر اصلاحاتو، د خصوصي پانګونې پر هڅوونې، د ټولنیز مشارکت پر توسعې، او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو پر ملاتړ ولګوي.

په دغو ټولګو کې د افغانو کورنیو او ټولنو د مرستې پروژې لپاره مالي مرسته او د افغانستان د ولسي تړون پروژې لپاره اضافي مالي ملاتړ شامل دی. د دې پروژو له لارې به په ټول هېواد کې پر زيانمنونکو کورنیو د ټولنیز خوندیتوب د پياوړي کولو په موخه د خوراکي او روغتيايي توکو کڅوړې ووېشل شي. د کرنې او خوراکي توکو رسولو بېړنۍ پروژه به په افغانستان کې د غذايي خوندیتوب بنسټ کېږدي او د کروندګرو او خوراکي موادو رسولو په زنځير کې د شاملو ډېرو کوچنيو، کوچنیو او منځنيو تشبثاتو د ملاتړ له لارې به د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په برخه کې پانګونه پیاوړې کړي.

د انعطاف یا چټکې خبرونې، چټک تمويل او چټک اقدام پروژه به د خوندیتوب یوه انعطافي شبکه چې د وچکالۍ د خبرتیا سیستمونه او په ټوله کې د ټولنیز غبرګون له میکانیزمونو سره نښتې وي، رامنځته کړي. د اقتصادي بیارغونې او افغانانو د ژوندانه د وضعیت ښه کولو لپاره اړینه ده چې دا ډول پروګرامونه او پالیسۍ پلې شي. 

 

*  ټول اسعار د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د ډالرو د تبادلې د نرخ له مخې، چې یو ډالر په ۷۷.۱۶ افغانۍ تبادله کېده، لیکل شوي دي.

 


Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000