پر ستونزمنې لور مزل: د افغانستان په خصوصي سکټور کې د انعطاف نښې

This page in:
Photo: Rumi Consultancy / World Bank Photo: Rumi Consultancy / World Bank

د افغانستان خصوصي سکټور آن مخکې له دې چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له سیاسي بحران سره مخ شي، له ګڼو ستونزو لکه د پانګونې نا مناسب چاپیریال، سیاسي بې ثباتي، پراخ فساد، د پانګوالو د باور ټیټه کچه او د بازار وروسته پاتي بنسټونو سره یې لاس او ګریوان وو. خصوصي تشبثاتو د کوویډ ۱۹ ویروس خپریدو له اغیزو لکه قرنطین او د سوداګرۍ په بهیر کې ګډوډیو څخه څه نا څه د وتلو په حال کی وو . په ناڅاپي ډول د دولت له منځه تګ د ادارو او بنسټونو د خدمانو وړاندې کولو او په فعالیتونو منفي توګه اغېزه وکړه، مالي برخه یې له کړکیچ سره مخ کړه او تر ډیره کچه د بهرنیو مرستو بهیر یې په ټپه ودراوه. اقتصادي کړکیچ د بنسټیزو خدماتو وړاندې کولو بهیر یې ګډوډ کړ او شپږ سوه زره کسانو لپاره د کار برابرول، چې اټکل کیږي هر کال د افغانستان د کار بازار ته ننوځي، د خصوصي سکټور وړتیا یې اغیزمنه کړه. 

په داسې حال کې چې د افغانستان پر هوساینې د څارنې سروې، چې له سیاسي کړکیچ وروسته د د ژوند لومړني شرایطو ارزونې په موخه روانه وه، نړیوال بانک د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر او ۲۰۲۲ کال جون پورې دوه نورې سروې ګانې هم ترسره کړې، څو په خصوصي سکټور د اقتصادي او سیاسي بدلونونو لړۍ اغیزو شننه او ارزونه وکړي.

څه باندې دریمه برخه هغه شرکتونه او تشبثات، چې د دې سروې په دویمه پړاو کې پوښتل شوي، فعاله دي

د نړیوال بانک د خصوصي سکټور سروې لومړی پړاو دې پایلې ته ورسید چې د افغانستان کړکیچ د خصوصي تشبثانو د فعالیتونو پر کچې شدیدې اغیزې درلودلي دي. لږ تر لږه د هغه خصوصي شرکتونو له منځه چې په سروې کې ګډون کړی وو دریمه برخه یې خپل فعالیتونه یې درولی دي او ډیری شرکتونو د عرضه او تقاضا د کچې ټیټوالي، او نویو راټوکیدلو محدودیتونو لکه نړیوال بندیزونه او د هغوی اغیزو د بانکي سیستم په فعالیتونو او پانګو باندی، د مبارزی لپاره په بې ساري کچه خپل کارکوونکي له دندو شړلي دي.

په ورته حال کې د خصوصي سکټور دویمه سروې  په تدریجي ډول د خصوصي سکټور د فعالیتونو څه نا څه د ښه والی راپور ورکوي. د دې سروې موندنې ښيي چې، ډیری شرکتونه هڅه کوي څو خپل فعالیتونو ته دوام ورکړی.  د مثال په ډول، څه باندې دری پر څلورمه برخه د تشبثاتو چې د دې سروې په دویمه پړاو کې پوښتل شوي، فعاله دي، خو له مخکې په ټیټ ظرفیت سره فعالیت کوی.

Image
World Bank

په داسې حال کې، چې د سوداګرۍ راتلونکي په تړاو ابهام کم شوی، خو د تقاضا کچې ټیټوالی، د یوه ځواکمن خنډ په توګه لا پر خپل ځای پاته دی.  سربیره پر دی، د سروی شوی شرکتونو نیمايي وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د تقاضا کچه یو څه ښه شوی ده. له کابل څخه د یوه شرکت مالک، چې په دې سروې کې ونډه اخیستې وايي: "له هغه ځایه چې زه له ډیرې مودې راهیسې د کرنیزو محصولاتو او وچو میوو د پروسس په برخه کې کار کوم، ما وکولای شوی چی خپل پخواني پیرودونکي وساتم، خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړم او له دې لارې څخه یوه اندازه عواید ولرم."

Image
World Bank

د خصوصي تشبثاتو لخوا د دندی تر یوې کچې وده کړې ده، خو په اوسط ډول، د دندو کچه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې نه وړاندې نیمايي برخه ښيي.  یو شمېر شرکتونو د معاش په کمولو سره، خپل یو شمېر کارکوونکي ساتلي دي، لکه په کابل کې د یوی تجارتی شرکت مالک داسې وايي: “موږ د خپلو پاتې شویو کارکوونکیو معاش تر ۴۰ سلنې را ټیټ کړی څو د هغوی وظیفه وساتل شي. زموږ دوه ښځینه کارکوونکي شړل شوي، خو د هغوی څخه د ملاتړ په موخه بیا هم موږ د هغوی ۳۰ سلنه معاش ورکوو”.

Image
World Bank

خو په عمومی ټوګه، دا په دې مانا نه ده چې د افغانستان سوداګری عادي حالت ته را ګرځیدلی دی. شرکتونه لا اوس هم له ستونزمنو شرایطو سره مخ دی، لکه د عرضه او تقاضا د کچې را ټیټیدل، د بانکي خدماتو ته د لاسرسي په برخو کې ستونزی او په ځانګړي ډول د نړیوالو تادیاتو په برخه کی ستونزی. 

 په افغانستان کې د بانکوالۍ سکټور باندې د بندیزونو لګیدل د دې لامل شوي، څو خصوصي شرکتونه د داخلی راکړو ورکړو لپاره د بانکی سیستم پر ځای، له نغدو پیسو څخه ګټه واخلي او په خپلو نړیوالو معاملاتو او راکړو ورکړو په خاطر، د پیسو لیږد سنتي لارو لکه «حواله» څخه کار واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خصوصي شرکتونه، چې ډیری یې له نړیوالو شرکتونو سره سوداګري لري، د پیسو سپینولو سره د مبارزې، د ترهګرۍ مالي ملاتړ سره د مبارزې، او له حواله سره د تړلو خطراتو له امله، غوره ګڼي څو له رسمي بانکوالۍ څخه کار واخلي. رښتیا دا ده، چې څه باندې دریمه برخه د سروی شوی شرکتونه په دې باوری دي، چې د ۲۰۲۱ کال له نوومبر میاشتې وروسته د صادراتو او وارداتو د تقاضا کچه را ټیټه شوې ده. په کابل کې د یوی تجارتی شرکت مالک وايي: “ موږ په بشپړ ډول صادرات بند کړي دي، ځکه په اروپا کې زموږ پیرودونکي نه غواړي له حواله سیستم څخه کار واخلي او همدارنګه نه شي کولای د بانکونو له لارې پیسې ولیږدوي”.

Image
World Bank

د دې خنډونو سره سره، شرکتونه د جګړو له دریدو او د فساد د کچې له را ټیټیدو څخه هرکلی کوي.  په سروی شوی شرکتونو کی ۸۲ سلنه راپور کړی چی دوی  د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې نه وړاندی غیر رسمي پیسی (رشوت) ورکړي خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتی نه وروسته دغه کچه لس سلنه شوی ده. له بلې خوا، امنیتي وضعیت او د ښځو پر ټولنییزو فعالیتونو محدودیتونو لګیدو ته په کتو، هغه شرکتونه چې مالکان یی ښځینه دی، زیانمنیدونکي دي. په کابل کې د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ یو شرکت مالک وايي: “د ښځو لپاره امنیت ښه نه ده، موږ له خپل شرکت څخه ډیری ښځینه کارکوونکي ویستلي دي، ځکه هغوی نور د کار اجازه نه نلری”.

خصوصي سکټور د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي او کولی شي، چې د پراختيا او پرمختګ لپاره يوه خوځنده وسيله شي.

سره له دې، د افغانستان د خصوصي سکټور دویمه سروې پایله د اوسنیو شرایطو پر وړاندې د افغانستان د خصوصي سکټور د انعطاف منلو ښکارندويي دی او دغه انعطاف منل مرسته کوي څو په راتلونکي کې د اغیزناکه پراختیايي ملاتړ لپاره لاره وموندل شی. 

د وړاندې تګ لار

 خصوصي سکټور د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي او کولی شي چې د پراختيا او پرمختګ لپاره يوه مهمه وسيله شي. د مرکزی بانک د اساسی فعالیتونو بيا فعالول او پر بانکي سکتور د لګېدلو بنديزونو لرې کول، په ځانګړې توګه د پيسو د تادياتو په برخه کې شته خنډونو ته په پام، به ډېر اړين وي. د افغانستان په پولو کې سوداګريزو ستونزو ته رسېدنه او د فساد مخنيوی هم په همدې اندازه اړین دی. پر دې سمونونو سربېره، د افغانستان خصوصی تشبثات کولای شي د خطرونو د کمولو او د خصوصي پانګوالو د هڅونې په موخه چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سبب کېږي، درې کليدي ګامونو څخه ګټه واخلي.

لومړی، د افغانستان هغه خصوصي شرکتونه چې دا مهال يې له نړۍ سره اړيکې پرې شوي، د خپلو توليداتو د پلورلو لپاره بازارونو ته لاسرسي ته ډېره اړتيا لري.  ځینی شیان چې کولای شي په دې برخه کې مرسته وکړي، د افغانستان دودیز صادراتي بازارونو ته د صادراتو اسانتياوو رامنځته کول او د لوجيسټيکي او وړلو را وړلو د خدماتو پيا وړي کول دي، څو په فیزیکي ډول بازارونو ته لاسرسی زیات شي. د افغانستان د اړوندو بانکي د اړيکو رغول هم اړينه ده؛ ځکه دا کار د نړيوالو تادياتو پروسه اسانوي او صادراتو ته وده ورکوي.

 

 

د افغانستان نړيوال شريکان کولای شي، چې د خصوصي سکټور وړتيا په پياوړې کولو سره د هېواد اقتصادي څرخ خوځنده وساتي

دويم، له نيمايي ډېر هغو شرکتونو چې په سروې کې يې برخه اخيستې راپور ورکړی، چې د طالبانو لنډمهاله ادارې ته يې پر خپلو ستونزو د بحث کولو لپاره مراجعه کړې، خو د يادو ستونزو پر حل نه دي توانېدلي.  نړيواله ټولنه کولای شي چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې او دغه راز د نورو صنعتي او سوداګريزو بنسټونو او ټولنو په ملاتړ سره څو دغه نهادونه، له يوې خوا د تشبثاتو د ملاتړ لپاره لاره هواره کړي او له بلې خوا د خصوصي او عامه سکټور ترمنځ د يوه ګډ ډيالوګ په ودولو سره کولای شي چې د سوداګرۍ او پانګونې په چاپېريال کې د سمونونو په موخه د مؤثرو سياستونو او پالېسيو په ترتيبولو کې د مطلوبې ونډې او رول لرلو سره، د ډاډ په ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.

 

Image
Rumi Consultancy / World Bank

درېيم، د افغانستان نړيوال شريکان کولای شي، چې د خصوصي سکټور د وړتيا په پياوړې کولو سره د هېواد اقتصادي څرخ خوځنده وساتي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او د عرضې او تقاضا کچې د هڅونې له لارې د توليداتو او خدماتو زنځيره‌يي ارزښت د بيا ځلي احيا په برخه کې د اړتيا وړ ملاتړ وکړي. پر دې سربېره، په داسې حال کې چې د افغانستان خصوصي متشبثين په هېواد کې له سياسي کړکیچ وروسته د بشرپالو مرستو له وړاندې کوونکو منندوی دی، دوی غواړی تر سو د اړوندو فعاليتونو لکه د لوجيسيټک او وړلو را وړلو خدمتاتو لپاره د کورنئ خصوصی متشبثاتو له ظرفيتونو څخه لا زیات کار واخلی. دا نه يوازې دا چې په بېړنۍ توګه د بشري اړتياوو په پوره کولو کې مرسته کوي، ترڅنګ يې په اوږدمهال کې کاري فرصتونه، عوايد او تقاضا ډیروی.

د افغانستان خصوصي سکټور له سختو شرايطو تېرېږي، خو د دې سکټور له لوري د انعطاف پذیری کچه د دې ښکارندوی ده، چې د افغانستان په ثبات او د اقتصاد بیا رغولو کې د مرستې کولو لپاره د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره ځای شته. 

-------

*  حواله د پیسو د انتقال غیر رسمی سیسټم دی چی پیسی د یو ځای نه بل ځای ته لیږدوی او دغه سیسټم د دودیز بانکی انتقالاتو لپاره غیر رسمی بدیل ګڼل کیړي.

 


Authors

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000