Published on Voices

په افغانستان کې د سولې او ښېرازۍ د ټینګښت لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه اخیستنه

??????: ???? ?????????? / ????? ?????? الصورة: رومي للاستشارات / البنك الدولي

د ۲۰۰۲ کال په مې میاشتې د نړیوال بانک ګروپ عمومي مشر جیمس والفنس په کابل کې د نړیوال بانک دفتر تر ۲۳ کلن ځنډ وروسته یوځل بیا پرانیست. زموږ فعالیتونه سمدستي د افغانستان د بېوزلو وګړو د اړتیاوو د پوره کولو، او له دغه ځپل شوي هیواد سره د مرستې، او د یاد هیواد د بنسټونو د بیا رغونې او افغانانو ته د عامه خدمتونو د وړاندي کول په موخه، له سره پیل شول.

له هغه وخته تر اوسه افغانستان اوږد واټن وهلی دی، او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کچې د کمېدنې، په ښونځیو کې د زده کونکو د شمېر د زیاتېدنې، او همدارنګه د برېښنا انرژۍ ته د لاسرسي د ډېرېدنې په څېر په بېلابېلو پراختیايي برخو کې یې په نړیواله کچه تر ټولو چټک پرمختګ درلود.

د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته دغه پرمختګونه شوني نه وو. اوس هم په افغانستان کې ترلاسه شوي پرمختګونه ماتېدونکي دي، او ددغه بهیر د دوام او د دغو پراختیايي لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره چې په سختۍ سره ترلاسه شوي، دغه هیواد د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو دوام، او د نړیوالو ادارو ملاتړ ته ډېره اړتیا لري.

د ۲۰۲۰ جنیوا کنفرانس چې د روانې اونۍ په دوشنبه او سه شنبه ورځو جوړ شوی د افغانستان د مالي ملاتړو لپاره یو بل فرصت دی، ترڅو د خپلو مالي مرستو ژمنه وکړي او د افغانستان له وګړو سره خپل ملاتړ تازه کړي. دغه کنفرانس په یو داسي حساس پړاو کې جوړېږي چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د سولې د ټینګښت په برخه کې هیلې ډېرې کړې دې.

سیاسي هوکړې ته رسېدل الزاماً د نښتو د پایته رسېدو ضمانت نه کوي. نړیوالې تجربې ښيي چې د سولې او ثبات خوندیتوب تر ډېره په اقتصادي وده، د ډاډ وړ عامه خدمتونو، ځواکمنې حکومتولۍ، او د پیاوړو بنسټونو په شته والي پوري تړلی دی.

د افغانستان په څېر یو هیواد لپاره چې ۷۵ سلنه دولتي لګښتونه یې د نړیوالو مرستو له لارې وي، د نړیوالو مرستو دوام کولای شي چې تر یوه سیاسي هوکړه لیک وروسته د پراختیايي او اقتصادي فرصتونو د شته والي په برخه کې ډاډ ورکړي.

د نړیوال بانک شننې او سپړنې ښيي چې د نړیوالې ټولڼې د مرستو دوام یا په منځني مهال کې د مرستو ورو- ورو کمښت کولای شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې د چټکتیا لامل شي، پراختیايي پایلې خوندي شي، او د ځان بسیاینې په برخه کې ددغه هیواد د ریښتینو پرمختګونو لامل شي. له بله پلوه د نړیوالو مرستو او ملاتړ سملاسي بندښت کېدای شي چې د عامه خدمتونو د وړاندي کولو، اقتصادي فعالیتونو او د خلکو د ژوندانه د ماتي او ګډوډۍ لامل شي، او بې ثباتي ډېره کړي.

په داسي حال کې چې د کوويډ-۱۹ کړکېچ د افغانستان پر شتو ننګونو یوه بله زیاتونه ده، د نړیوالو مرستو دوام لاډېر ارزښت لري.

 

د وړاندوینو له مخې به د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۰ کال کې له ۵ سلنې څخه ډېره منفي وده ولري. د کرونا له امله د محدودیتونو لګول او د پولو تړل ددې لامل شوي چې کسب او کارونه له لاډېرو ستونزو سره مخ شي او یو پر درې کاروبارونه خپل کارکونکي ځواب کړي. ددغه حالت بشري اغېز ډېر دی او د وزګارتیا له ډېرېدو سره له بهره د پیسو رالېږد لږ شوی او د لومړنیو توکیو بیې لوړې شوې دې. شونې ده چې همدا اوس یوه لویه برخه افغانان د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پوره عاید ونه لري.

موږ هوډ لرو چې په دغه ننګونکي حالت کې خپلو مرستو ته د افغانستان له دولت او نورو پراختیايي شریکانو سره ددغه هیواد له خلکو سره د مرستې، د عامه ښېرازۍ د خوندیتوب او یوه غوره راتلونکي د جوړېدو په موخه، دوام ورکړو. دغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د بیا رغونې صندوق چې له ۳۴ نړیوالو مرستندویه غړو څخه جوړ دی، او د نړیوال بانک له خوا یې مدیریت کېږي، ددغه ډول پروګرامونو د پلي کېدو لپاره چې موخه یې د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا او د پایښت لرونکې سولې ټینګښت دی، په دغه هیواد کې یوه غوره وسیله ده.

د افغانستان د بیارغونې صندوق ددغه هیواد وګړو ته بنسټیز خدمتونه وړاندي کوي، په ښاري او کلیوالو سیمو کې اقتصادي فرصتونه ډېروي، او له هغو اقتصادي بنسټ رغونو او ادارو سره مرسته کوي چې ټولنه اړتیا ورته لري.

له ۲۰۰۲ کال راهیسي د افغانستان د بیارغونې صندوق نړیوالو مرستو ته د جهت ورکولو له لارې تواندېدلی چې د افغانستان دولت د سیسټم او وړتیا د پیاوړتیا لامل شي، او په پایله کې پر وده او پرمختګ ددغو مرستو د اغېز په برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو، ددغو مرستو د سم مدیریت او د فساد او د حکومتولۍ د خطرونو د کمښت، او د یادو مرستو د اغېزناک لګښت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

Photo: Rumi Consultancy/World Bank

اوس له اته میلیونه څخه ډېر کوچنیان ښوونځي ته ځي. په ۲۰۰۰ کال کې په هرو ۱۰۰زرو ژوندیو ولادتونو کې د میندو د مړینې کچه ۱۱۰۰ وه، خو په ۲۰۱۵ کال کې په هر ۱۰۰ زرو ولادتونو کې دا کچه ۳۹۶ پېښو ته راټېټه شوې. ښځو د افغانستان په سیاسي او ټولنیزه برخه کې مهم رولونه ترسره کړل. د افغانستان د ملکي خدماتو د کارکونکو شاوخوا ۲۱ سلنه ښځې دې (په داسي حال کې چې دا کچه په ۲۰۰۱ کال کې نږدې صفر وه). د ولسي جرګې له یو پر څلور ډېره برخه څوکۍ د ښځینه وو په واک کې دې، چې دا په لږ عاید لرونکو هیوادونو کې تر منځنۍ کچې لوړه شمېره ګڼل کېږي.

زموږ مرستې پر همدې ځای پایته نه رسېږي، د افغانستان د بیارغونې صندوق د مرستندویانو د نورو چینلونو بشپړونکی هم دی، لکه د نړیوالې پراختیا اداره چې د ترټولو بېوزلو هیوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستندویه څانګه ده. د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا اداره د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۲.۵ میلیارډه ډالرو پر مرستو سربېره، د ۲.۳ میلیارډه ډالرو مالي مرستې د ژمنې له لارې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له پروژو سره هم مرسته کوي.

نړیوالې پراختیایي ادارې او د افغانستان د بیارغونې صندوق دواړو په جدي او انعطاف منونکې توګه د کوویډ-۱۹ ویروس د منفي اقتصادي اغېزو د سمدستي له منځه وړولو په موخه د سرچینو د تنظیم او بیا تخصیص په برخه کې غبرګون وښود. دا غبرګون په هر اړخیزه توګه ترسره شو. د بېلګې په توګه د نړیوالې پراختیا ادارې او د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۲۸۰ میلیونه ډالرو وړیا مالي مرستو له لارې له ۲.۹ افغانو کورنیو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي خواړه او د اړتیا وړ روغتیايي بستې او یا نغدې مرستې ترلاسه کړي. بیا هم لا ډېرو مرستو ته اړتیا شته، ترڅو افغانستان وتوانېږي د کرونا ویروس زیان اړونکي اغېزې کمې کړي او د یو ثبات لرونکي ټولنیز نظام لپاره لار پرانیزي.

له همدې امله په جنیوا کې اوسنۍ کنفرانس په افغانستان کې د مرستو د ژمنو، سولې او ښېرازې لپاره یو ارزښتناک فرصت وي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه له دغه فرصته مطلوبه ګټه واخلي او د پام وړ پراختیايي لاسته راوړنو چې د تېرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې په سختۍ ترلاسه شوي، د خوندیتوب په برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.


Authors

Axel van Trotsenburg

World Bank Senior Managing Director

Join the Conversation

The content of this field is kept private and will not be shown publicly
Remaining characters: 1000